Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابو یو مېلیون او ۲۰۰ زره داخلي بې ځایه شویو هرات ته پناه وکړې

د هرات د کډوالو او راستنېدونکو چارو اداره وايي چې په وروستیو کلونو کې څه باندې یو مېلیون او دوه سوه زره تنه کورني بې‎ځایه شوي، دغه ولایت ته پناه راوړې ده.

د هرات د کډوالو او راستنېدونکو چارو ادارې رییس احمد جاوېد نادم له دې ډلې کابو پنځه زره تنه کورني بې‎ځایه شوي تېره کال هرات ته راغلي دي.

ښاغلي نادم په دې اړه څرګنده کړه:«کابو ۱۵۷ زره او ۹۲۳ کورنۍ د هرات د کډوالو چارو په اداره کې ثبت شوي دي او که‎چېرې د هرې کورنۍ منځۍ کچه اته تنه وشمېرو، له ۲۰۰۲ زیږدیز کال راهیسي، کابو یو مېلیون او دوه سوه زره تنه د هرات ولایت په کچه بې‎ځایه شوي دي.»

ښاغلي نادم زیاته کړه چې دغه کسان اوس نه غواړي چې بېرته خپلو سیمو ته ستانه شي او غوره بولي چې تر خېمو لاندې د هرات ښار په څنډو کې ژوند وکړي.

نور محمد د خپلې کورنۍ د پنځو غړو سره نږدې یو نیم کال وړاندې د وچکالۍ له کبله د بادغېس ولایت له بالامرغاب ولسوالۍ هرات ته کډه شو. هغه اوس د هرات د کډوالو په پنډغالي کې اوسي. دا شخص وايي، له ډېرو ناخوالو سره بیا هم نه غواړي خپلو سیمو ته ستون شي.

کډوال نورمحمد وايي:«نه غواړو چې بېرته ستانه شو ځکه چې زموږ ځمکې هم له منځه تللې دي، کښت او زراعت نه‎لرو او زموږ وضعیت هلته خراب دی. د خوړلو لپاره څه نه لرو؛ نو ولې ولاړ شو او که‎چېرې مرسته وشي همدلته خوشحاله یوو.»

د چارو ځينې کارپوهان په دې باور دي چې دا بې‎ځایه شوي کسان د ځانګړو ډلو لخوا په هرات کې د سیاسي موخو د پرمخ بیولو لپاره ساتل شوې دي.

د مدني ټولنې فعال سید اشرف سادات څرګنده کړه:«ښايي چې د دغې مسلې ترشا سیاسي بحثونه هم وي او کېدای شي چې په هرات کې د دغو بې‎ځایه شویو له حضوره د ځانګړو ډلو له خوا ګټه واخیستل شي؛ ځکه چې د هرات ولایت یو امن ځای دی او دا بې‎ځایه شوي کولای شي په ټاکنو کې ګډون وکړي.»

یوازې هرات ته د کډوالو لړۍ روانه نه ده، بلکې ډېری سیمو کې له هغو ولایتونو کډوال مېشت دي چې سیمې یې نا امنه دي او مجبور شوي چې کډه وکړي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو پر بنسټ افغانستان دم‎ګړۍ یونیم مېلیون کورني بې‎ځایه شوي لري چې د جګړو، امنیتي ګواښونو، وچکالۍ او طبیعي پېښو له امله خپل کورونه پرېښي دي.

شریک یي کړئ