سره له دې چې یو شمېر سیاسي او حکومتي څېرو د برېښنايي تذکرو وېش بهیر سره مخالفت وښود، خو دا بهیر دوام لري.
د نفوسو د احوالو ثبت اداره وايي چې تر اوسه کابو ۲۰۰ کسانو د ولسمشر په ګډون د پېژندپاڼو اخیستو لپاره نوملیکنه کړې او دا بهیر د ولسمشر فرمان له مخې دوام لري.
د یادې ادارې ویاند، روحالله احمدزی څرګندوي:«موږ د نافذو او نوي قانون له مخې دې بهیر ته د یوه اجرایوي بنسټ په توګه دا بهیر مو په رسمآ پيل کړی دی او که قانون کې بدلون رامنځته شي موږ به د هغې پر اساس تنظیم کړو، خو هر بدلون پروسه له ستونزو سره مخ کوي.»
خو له ارګ څخه بهر لا هم د دې بهیر سره مخالفتونه دوام لري.
د افغانستان د ژغورنې ائتلاف د ولسمشر له فرمان سره مخالفت کوي او وايي چې د پېژندپاڼو صفحه باندې د ملت، ملیت او دین لیکل نه وي، باید د ۱۳۹۳ کال توشیح شوي قانون له مخې باید دا مالومات په حافظه کې یې وي.
دوی وايی چې د ولسمشرۍ ماڼۍ دا کار لامل کېږي چې قومونه سره واچوي.
د اسلامي جمعیت غړی، محیالدین مهدي وايي:«تر هغې چې دا مسایل نه وي هوار شوي او یوه ملي اجماع سره هوکړې ته نه وي رسېدلي، د ملي یووالی نه باید نور زیانمن شي او قومونه سره ونښلي.»
د ملي اسلامي جنبش غړی، بشیر احمد تهینج زیاته کړه:«سیاسي جریانونه به د افغانستان د خلکو برخلیک په اړه بې تفاوته پاتې نشي.»
دا په داسې حال کې ده چې اجرائيه رئیس، عبدالله عبدالله او د هغه دوهم مرستیال، محمد محقق هم د پېژاندپاڼو له ویش سره مخالفت وکړ.
محقق هغه پر بل د خپل هویت تپل وبلل.