د کاپیسا ولایتي شورا مرستیال وايي د دې ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې ۱۳ ملکي کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
محفوظ صافی زیاتوي زیاتوي چې بهرنیو ځواکونو تېره شپه د تګاب ولسوالۍ په بدراب کلي کې د طالبانو پر ضد هوايي برید وکړ او په پایله کې یې ملکي کسانو ژوند له لاسه ورکړ.
د ښاغلي صافي په وینا په وژل شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. دی وړاندې وايي چې په برید کې درې تنه ټپیان دي.
د ولایتي شورا مرستیال د پېښې زیانمن ټول د سیمې اوسېدونکي بولي.
په همدې حال کې هېواد کې د ناټو غوڅ ملاتړ وايي چې په ترسره شویو پوځي عملیاتو کې هېڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
همداراز د کاپیسا د والي ویاند، قیس قادري په تګاب ولسوالۍ کې ګډ پوځي عملیات تائيدوي، خو په ترڅ کې یې د ملکي کسانو وژنه نه مني.
له دې سره هم مهاله د میدان وردګو جغتو ولسوالۍ کې هم د ملکي کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی. د راپورونو له مخې ملکیان طالبانو له یوه بند څخه د پوځ شپږو سرتېرو خوشې کولو په موخه پوځي عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي دي.