Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کرزی ژر تر ژره د لویې جرګې د جوړېدو غوښتونکی شو

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزی نن (پنجشنبې د تلې په ۲۰ مه)  په یوې خبرې ناسته کې وویل چې د افغانستان د اوسني کړکېچ د حل لپاره  باید په بیړه دودیزه لویه جرګه جوړه شي.

ښاغلي کرزي چې په خپل کور کې په یوې خبري غونډه کې خبرې کولې، زیاته کړه چې د دغې جرګې جوړېدل به د هېواد د اوسني کړکېچ د حل لپاره وي.

هغه ټینګار کوي چې باید د قومي مشرانو، ګوندونو، د مدني ټولنې د فعالانو او خلکو په ګډون سره جوړه شي.

ښاغلی کرزی یو ځل بیا د افغانستان په اړه د امریکا د تګلارې پر وړاندې مخالفت ښيي او زیاتوي،په دې تګلاره کې د سولې پیغام نشته  بلکې له ځان سره د جګړې د خپرېدل او سیمه‎ییزې سیالۍ لري.

د هېواد پخوانی ولسمشر وایي، د امریکا دفاع وزیر په سیمه کې د چین له لویو پراختیايي پروژو سره مخالفت ښودلی دی.

حامد کرزی پر امریکا او همغږي هېوادونه نیوکه کوي  او زیاتوي، د ترهګرو ډلو پر اصلي پټن‎ځایونو د تمرکز پر ځای دوی د افغانانو پر کورونو بریدونه کوي.

هغه په دې باور دی چې په افغانستان کې د سولې راوستو لپاره د پاکستان ونډه «ډېره حیاتي» ده او د پاکستان له همکارۍ څخه پرته سوله نه یوازې په افغانستان کې بلکې په پاکستان کې هم ناشونې ده.

هغه څرګنده کړه:«پاکستان په تېرو کلونو کې، صادق نه وه؛ کله یې ویل چې د امریکا همکار دي او کله یې ویل چې له افغانستان سره همکاري کوي. اوس هیله لرو چې پاکستان دا درک کړې وي چې په زور نه شي کولای چې په افغانستان کې کوم کار ترسره کړي ترڅو (خپلې موخې ته ورسېږي).»

کرزي زیاته کړه:«امریکا او پاکستان چې هر کار وغوښت، په افغانستان کې یې ترسره کړل. موږ پوهېږو چې له پاکستان سره تاریخي ستونزې لرو، خو موږ له دغه هېواد او له نورو ګاونډیو هېوادونو سره د حسنه اړیکو غوښتونکي یوو.»

هغه د داعش او القاعدې ډلې په اړه وویل چې دا ترهګرۍ ډلې دي، خو زیاته یې کړه چې طالبان د دغې هېواد د خلکو یوه برخه ده او د دغې ډلې کړنې هم ترهګریزې دي.

کرزي وویل:«موږ د طالبانو کړنې غندو. دا کړنې د خلکو د وژنې لامل کېږي.»

هغه همدارنګه په هېواد کې د بهرنیو ځواکونو هوايي بریدونو ته په اشارې سره وویل:«دا بریدونه غندو. هغه بریدونه چې د ولسي وګړو د وژنې لامل کېږي.»

خو هغه په ډاګه کړه چې افغانستان له هېواده د امریکا د بهر کېدو غوښتونکی نه دی، او د دغه هېواد حضور باید د خلکو په ګټه وي.

هغه همدارنګه د ملي یووالي حکومت د بریا غوښتونکی هم شوو او زیاته یې کړه چې دا حکومت د هغه د حکومت میراث وه.

شریک یي کړئ