Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کرووشیا کې د یو شمېر افغان کډوالو بستري کېدل

د افغانانو په ګډون لسګونه تنه کډوال وروسته له هغې کروواشیا کې روغتون ته ولېږدول شول چې پولیسو د مسموم شویو کډوالو ډک موټر چې په کې ۴۲ تنه مسموم شوي وو، وموندو. 

د دې هېواد پولیسو غوښتل چې پر انسان قاچاق دوه تنه تورن بلغاریایي کسان ونیسي، خو په موټر کې یې مسموم شوي کسان موندلي دي.

د پولیسو چارواکو ویلي دي چې د دې کډوالو د سورلۍ موټر د صربستان او سلوانیا پولې ترمنځ د ورځنۍ څارنې کمربند کې درول شوی وه.

د کروواشیا د روغتیا وزیر وايي چې یاد کسان د کاربن مونوکساید ګار له امله مسموم شوي.

دی زیاتوي چې په دې کسانو کې د ۱۰ تر ۱۲ کلنو عمرلرونکي دوه ماشومان شامل دي او نور یې له ۱۵ کلنو تر ۲۰ کلونو عمرونه لري.

ویل کېږی چې د دې کسانو د مسموم کېدو لامل د اکسیجن کمښت دی.

د پولیسو چارواکو ویلي دي چې د مسمو شویو کډوالو د سورلۍ موټر د صربستان او سلوانیا پولې ترمنځ د ورځنۍ څارنې کمربند کې درول شوی وه

شریک یي کړئ