Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کندزیان د جګړې له زیانونو سرټکوي

د کندز ولایت اوسېدونکي وايي په دې وروستیو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتو له کبله ورته درانه مالي زیانونه اوښتي او په دې ولایت کې د جګړې پای غواړي.

وروسته له دي چي طالبانو خپل پوځي پسرلني پوځي عملیات اعلان کړل، دوشنبې د کندز ښار امنیتي کمربند کې نښته وشوه. کندزیان د ملکي مرګ ژوبلې په تړاو د اندېښنو له کبله له مالي زیانونو هم سرټکوي.

یوسفزی وايي:«درې شپې مخکې طالبانو د خان اباد پر بندر برید وکړ، زموږ کور بندر ته نېږدې دی او د ګازو تیلو شرکت هم دلته دی، افغان ځواکونه زموږ کورته راغلل او له طالبانو سره په جګړه ونښتل. د افغان ځواکونو له ډزو سره ګاز اور واخیست، دولت وايي طالبان د خلکو کورونه د سنګر په  توګه کاروي، اوس دوی هم دا کار کوي.»

جمال الدین زیاتوي:«په دې جګړه کې زموږ کور وران شو، د تیلو تانک وسوځید، دا څه حال دی، دولت باید پر خلکو رحم وکړي، کنه موږ اړ یو چې دا ښار پرېږدو.»

په کندز ولایت کې قومي مشر، حاجي مبین له ولسمشر نه غواړي چې د کندز خلکو ته پام وکړي، که ورته پام ونشي، نو دوی ټول به دا ولایت پرېږدي.

دی وړاندې وايي:«موږ له حکومت مشرانو په ځانګړې توګه ولسمشر نه غواړو چې خلکو ته پام کړي، کنه نو موږ خپل کورونه او سوداګري پریږدو.»

په همدې حال کې د کندز ولایت امنیتي چارواکي وايي په دې ولایت کې یې طالبانو ته ماته ورکړې ده.

د کندز امنیه قومندان، منظور ستانکزی څرګندوي:«په وروستیو پوځي عملیاتو کې طالبان مات شوي دي، د دې وړتیا نلري چې ملکي کسانو ته زیان ورسیږي.»

کندز د هېواد له نا امنو ولایتونو شمېرل کېږي چې په دریو وروستیو ورځو کې د نښتو په پایله کې ۱۰ تنه وژل شوي او له سلو زیات ټپیان شوي دي.

کندزیان د جګړې له زیانونو سرټکوي

په همدې حال کې د کندز ولایت امنیتي چارواکي وايي په دې ولایت کې یې طالبانو ته ماته ورکړې ده

شریک یي کړئ