Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کندز کې د دولتي ځواکونو عملیات په لړ کې زیانمنې کورنۍ عدالت غواړي

هغه کورنۍ چې تېره ورځ د کندز په چهار درې ولسوالۍ کې د افغان او بهریو ځواکونو هوايي برید په پایله کې ځينې غړي له لاسه ورکړل، عدالت غواړي.

ملي دفاع وزارت وايي چې د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ په ۲۸ مه) د کندز په چهار درې ولسوالۍ کې د افغان او بهرنیو ځواکونو د ګډ عملیات په پایله کې ۱۴ ولسي وګړي وژل شوي او ځينې نور ټپيان دي.

دا برید د چهاردرې ولسوالۍ په رباط درې په کلي کې شوی. د درې کورنیو ۱۴ غړي چې ماشومان او ښځې هم شاملې دي په دغه برید کې وژل شوې دي.

د دغو قربانیانو د کورنیو د غړو په وینا، هغوی د عملیاتو پر مهال د ژوندي پاتې کېدو لپاره د چهاردرې ولسوالۍ ودانۍ څو سوه مټرۍ ته د پناه لپاره راغلي وو خو په نښه شول.

د دغو قربانیانو د کورنیو یو تن غړی وايي:«دلته څلور پنځه کوره وو او په هغه کې کابو شلو تنو د ماشومانو، ځوانانو او ښځو په ګډون وو. یو ځوان فرید نومېده او د بم له غورځېدو څه دقیقې مخکې له ما سره یې په ټلېفون کې خبرې وکړې چې ته مه راځه دلته جګړه ده او ټلېفون بند شو، الوتکې بم وغورځوه او دا کور یې تباه کړ.»

د دغې پېښې قربانیان د جمعې په ورځ د کندز په ښار کې خاورې ته وسپارل شول. د کندز ولایت اوسېدونکي وايي چې له یوې خوا د دولت هوايي بریدونه او له بلخوا د طالبانو ګواښ، د دوی لپاره یې ژوند ستونزمن کړی دی.

د کندز د ولایتي شورا غړی خوش محمد نصرت یار وايي:«دا د دولت لپاره شرم دی. دولت باید وشرمېږي او په هوښ دې شي دا ملت به ترکله دا هرڅه زغمي.»

د چهار درې ولسوال وايي دوی د دغه هوايي برید په اړه مالومات نه درلودل.

د چهاردرې ولسوال زلمي فاروقي زیاته کړه:«که‎چېرې له موږ سره یې همغږي کوله ما په خپله دغه کورنۍ خبرولې او له دې ځایه مې لیرې کولې نه پوځ، نه زه، نه ملي امنیت او د ولسوالۍ هېڅ بنسټ له دې موضوع خبر نه وو، په خپل سر راځي او یوځای ولي او بل ځای پرېږدي.»

اخوا د ملي دفاع وزارت وايي د دغه برید څرنګوالی به تر څېړنو وروسته روښانه شي.

د دفاع وزارت سرپرست ویاند محمد رادمنش څرګنده کړه:«دا ګډ پوځي عملیات وو، اجازه راکړئ چې څېړنې پای ته ورسېږي او وروسته به هغه کس او چورلکه هم مالومه شي چې په هغه ځای کې یې فعالیت ترسره کړی دی.»

د هېواد پخوانی ولسمشر حامد کرزی دا پېښه جنګي جنایت بولي او له حکومته غواړي د بهرنیانو د داسې هوايي بریدونو په اړه غږ پورته کړي.

ولسي وګړي په داسې حال کې قربانې ورکوي چې په دې وروستیو کې ملګرو ملتونو سازمان په خپل یوه رپوټ کې په افغانستان کې په بې مخینې توګه د ولسي وګړو له مرګ ژوبلې خبر ورکوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي )یوناما د (یک‎شنبې په ورځ د چنګاښ۲۴مه) په هېواد کې د ملکي مرګ ژوبلې په اړه خپل تازه رپوټ خپور کړ.

دغه راپور د ۲۰۱۸ لومړۍ شپږ میاشتې ښیې چې په ترڅ کې یې ۱۶۹۲ وژل شوي او ۳۴۳۰ نور ټپیان شوي دي.

دا شمېرې له ۲۰۰۹ کال راهیسې چې یوناما د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د ثبتولو پیل څخه تر ټولو لوړې دي. خو راپور وايي چې د ملکیانو ټپي کیدل پنځه سلنه راکم شوي.

د راپور له مخې هېواد کې ۵۰ سلنه مرګ ژوبله د چاودېدونکو توکو له کبله رامنځته کېږي چې د ملکي مرګ ژوبلې لوړوالي اصلي لامل دی.

ځمکنۍ جګړې، هدفي وژنې، هوايي عملیات، له بمونو او وسلو پاتې شوي توکي هم د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې لامل دي.

د یوناما راپور ښيې چې د کابل، فاریاب، هلمند، ننګرهار او کندهار ولایت اوسېدونکي ډېر د زیان له ګواښ سره مخامخ دي.

راپور کې راغلي دي چې وسله‎والو جګړو له کبله په تېرو شپږو میاشتو کې ۱۵۷ ښځو، ۳۶۳ ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی او ۳۸۷ ښځې او ۹۹۲ ماشومان ټپيان شوې دي.

یوناما وايي چې د روان زیږدیز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۷۷ ملکي کسان د ټاکنو پر اړوندو پېښو کې ژوند له لاسه ورکړی او ۲۴۴ نور ټپيان دي.

د راپور له مخې د طالبانو او داعش په ګډون د دولت مخالف وسله‎والو د ۶۷ سلنې مرګ ژوبلې لامل دي. د ۲۰ سلنې اوښتې مرګ ژوبلې لامل د حکومت پلوه ځواکونه ښودل شوي دي.

شریک یي کړئ