Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کندهار ته د اسدالله خالد او سکاټ مېلر سفر

د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد د پرېکنده ملاتړ ماموریت له قومندان جنرال سکاټ مېلر سره نن (جمعه د سلواغې په ۱۲ مه) د کندهار ولایت د امنیت څېړنې په پار دغه ولایت ته ولاړل.
اسدالله خالد په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو د لید پر مهال ویلي چې د دغه ولایت په میوند او غورک ولسوالیو کې عملیات په بریالي توګه په مخ ځي او ټاکل شوې چې دغه عملیات د کندهار ولایت په نورو ناامنیو برخو کې هم پراخ شي.
د جنرال عبدالرازق له ترور وروسته دا کندهار ته د مېلر لومړنی سفر دی - د جنرال عبدالرازق د ترور په پېښه کې جنرال مېلر هم هلته حضور درلود. په دغه برید کې چې د کندهار ولایت په ودانۍ کې وشو، د پرېکنده ملاتړ ماموریت قومندان ته هېڅ زیان نه وو رسېدلی.
ښاغلي خالد په خپل دغه سفر کې په کندهار کې د امنیتي ځواکونو ستونزو ته د رسېدو په برخه کې له هڅو هم خبر ورکړ.
که‎څه هم امنیتي بنسټونه پر طالبانو د پوځي فشار پر دوام ټینګار کوي خو د سیګر یا د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي څارونکي د یوه رپوټ موندنې ښيي چې د حکومت تر ولکې لاندې سیمې کموالی موندلی او اوس د افغان حکومت د افغانستان پر ۵۳ سلنه خاورې کنټرول لري.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي څارونکي د ۲۰۱۸ کال د درې وروستیو میاشتو په رپوټ کې چې د امریکا کانګرس ته وړاندې شوی، همدارنګه ویلي چې په دغې موده کې افغان امنیتي ځواکونو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.
د دغه رپوټ پر بنسټ، د افغانستنان د امنیټي ځواکونو شمېر د ۲۰۱۸ کال د اکټوبر میاشتې تر ۳۱ مه ۳۰۸ زره او ۶۹۳ تنه وو - په دغه رپوټ کې همدارنګه په ۲۰۱۵ کال کې د افغان امنیتي ځواکونو ټیټ شمېر هم راغلی دی.
په دغه رپوټ کې راغلي دي چې د ۲۰۱۸ کال په درېیمه ربع کې، د افغان امنیتي ځواکونو په شمېر کې ۳۶۳۵ کسیز کموالی راغلی دی.
سیګر د افغانستان د ملي دفاع وزارت د ورکړل شویو مالوماتو پر بنسټ وايي چې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو شمېرباید ۳۵۲ زره وو، په داسې حال کې چې اوس د دغو ځواکونو څه باندې ۸۷ سلنه ځواکونو موجود دي. له دې حساب سره ۴۳ زره او ۳۰۷ تنه امنیتي ځواکونه کم دي.
د سیګر رپوټ په داسې حال کې د افغان امنیتي ځواکونو د شمېر له کموالي پرته پورته کوي چې موده وړاندې، ولسمشر اشرف غني د نړیوالې اقتصادي غوندې په څنډه کې ویلي وو له ۲۰۱۴ کال څځه تراوسه ۴۵زره تنه د افغان امنییټي ځواکونه وژل شوي دي.

اسدالله خالد په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو د لید پر مهال ویلي چې د دغه ولایت په میوند او غورک ولسوالیو کې عملیات په بریالي توګه په مخ ځي.

شریک یي کړئ