Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کندهار کې د ښځو میاشتنې عادت په اړه مالوماتي کتاب چاپ شو

سره له دې چې هېواد کې ډېر شمېر نالوستې ښځې د ښځېنه ناروغیو په اړه مالومات نه لري، اوس مهال د هېواد په سویل کندهار کې د ښځو میاشتیني عادت په اړه مالوماتي کتاب «د ښځو میاشتینې عادت په اړه شرعي او علمي تحقیق» تر نامه لاندې چاپ شوی دی.

دا کتاب ۲۸ کلنې زینب فایض لیکلی دی او وايي چې موخه یې هغو ښځو ته مالومات رسول دي چې د میاشتیني عادت پرمهال نه پوهیږي څه وکړي او د نه پام له کبله ورته بېلابیلې ناروغۍ پیدا کېږي.

اغلې فایض څارنواله ده او وايي چې دا کتاب یې تر شرعي او علمي څېړنه  وروسته د دوه کلنو په موده کې لیکلی دی.

زینب فایض زیاتوي:«ما دوه کاله ډیر کتابونو او څیړنو په پایله کې دا کتاب وليکلو ځکه چي زه پوهیږم او داسې ډیرو ښځو سره مخ شوې یم چې هغوی د میاشتني عادت پرمهال ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان کیږي او بیانو هغوی نشي کولای چې د دغه ناروغۍ په اړه له مشرانو سره وږغیږي ځکه دا زموږ په ټولنه کي بد دی، خو اوس لوستي ښځې او انجونې کولای شي چې دا کتاب ولولي او ګټه ترې واخلي.»

زینب فایض پدغه کتاب کې د ښځو د حقوقو څخه هم دفاع کړې ده او د عدلي او قضايي ادارو څخه غوښتنه کوي چې کله پر ښځې د میاشتني عادت پر وخت تاوتریوخوالی تر سره کیږي باید د تاوتریخوالي عامل ته د عادي جرم سزا نه بلکې د سخت جرم سزا ورکول شي.

دا زیاتوي:«ما په دې کتاب کې د ښځو د میاشتني عادت تر څنګ د هغوی د حقوقو په اړه هم ډیرې لیکنې کړې دي چې یو له هغه څخه باید هغه ښځې چې په میاشتني ناروغۍ کې وي او تاوتریخوالی باندې وشي، باید څو چنده سزا جانب مقابل ته ورکول شي، او دا زما د رئیس جمهور او عدلي او قضایې ارګانو څخه یو لویه غوښتنه ده.»

د ښځو د میاشتني عادت په اړه لیکل شوی کتاب په ښوونځیو کې پر زده کوونکو باندې هم ویشل شوی دی.

د کندهار ولایت د ښځو چارو رئيسه، روقیه اڅکزۍ د کتاب په اړه وايي:«دا په رشتیا هم ښه کتاب دی یعنې په دې برخه کې تر اوسه دا ډول کار نه وو شوی او دا تر هغه لنډ مهاله پروژو چې د ښځو په برخه کې پلی شوی دی څو چنده ښه دی چې هغوی اوس هیڅ ګټه نه ده کړي، موږ هیله لرو چې په دې برخه کې نورې ښځې هم دا ډول لاسته راوړنې ولري.»

همدارنګه په کندهار ولایت کې د لومړنۍ ښځینه څارنوالې زینب فایض له لوري د ښځو د میاشتنی عادت په اړه لیکل سوي کتاب کي په ځانګړو وړاندیزونو کي د میاشتني عادت پرمهال د ښځو لپاره د ځانګړو امتیازاتو غوښتني تر څنګ  د ښځو پروړاندي د تاوتریخوالي د مخنیوي په قانون کي د مخنیوي غوښتنه هم شوې ده.

اغلې فایض څارنواله ده او وايي چې دا کتاب یې تر شرعي او علمي څېړنه  وروسته د دوه کلنو په موده کې لیکلی دی

شریک یي کړئ