کندهاري ځوانان د رخصتیو شپي له کورونو د باندې په تفریح ځایونو کي په خوښیو تېروي.
د دغه ولایت ځوانان په سویل کې د نورو ولایتونو د ځوانانو په پرتله میله خوښه دي او د خوښیو د لمانځلو لپاره بهاني لټوي.
کندهار چي د طالبانو د دورې مرکز وو، اوس د یاد ولایت اوسیدونکي هیله لري چې په سوله کي ژوند وکړي او وايي د سولې او ارام ژوند لپاره يې ډېرې قربانۍ هم ورکړي دي.
کندهار ښار چې څو کلونه وړاندې يې د اوسیدونکو لپاره ډېرې اسانتیاوي او تفریح ځایونه نه وو او آن د نا امنیو له امله د کور څخه د باندې هم شوی وتلی، خو اوس کندهار په سویلي حوزه کي بیل رنګ او پرمختګ غوره کړی دی او د عینو مینې ښار ګوټی یې د ځوانانو په میله ځای باندې بدل شوی .دلته ځوانان د شپې تر ناوخته خپل وخت په خوښیو تېروي.
د کندهار ښار اوسېدونکی، نورالله وايي:« اوس دلته له ښار څخه راتلو دلته ملګري راسره دي، بس دلته تر پیشلمي پوری ناست یوو بانډار کوو، بل داسي د خوشحالي ځای نسته.»
د کندار بل اوسېدونکی، عبدالوحید زیاتوي:« د پخوا په رقم خوند يې نشته دلته د پخوا په رقم خوښي نشته خلک میلې کوي د کورونو څخه راوځي، خو په ماته زړه باندي یوو.»
کندهاریان وایي نور له جګړو ستړي دي او د سوله ییز ژوند لویه هیله لري او د دې هیلو لپاره د دې ولایت اوسیدونکو ډېری قربانۍ هم ورکړي دي.
د عینو مينې ښار ګوټي ته د کندهار له لیرو سیمو هم خلک راځي او دلته تفریح او ذهني ارامتیا په موخه د شپې تر ناوخته خپل وخت په خوښیو تېروي.
د کندهار اوسېدونکی، احمد بهزاد څرګندوي:« خلګو ژوند په جنګ کې تېر کړی دی او په ډېر بد وضیعت کې يي ژوند کړی دی او زموږ د ټولو هیله داده چې په هېواد کې مو سوله امنیت او خوښي راشي او د پخوا پشان میلې وشي.»
دکندهار بل اوسېدونکی، محمد نسیم زیاتوي:« اوس خو نو کندهار د پخوا په پرتله ډير سم شوی دی ځوانان يي د شپي راوځي د ساعتیري لپاره او خپل ژوند په خوشحاله تیروي او د خدای څخه راځي یوو چې نور هم خوښ ژوند ولرو.»
کندهار د هېواد په سویل کې د امن لرونکو ولایتونو څخه شمېرل کیږي چې له امله يې پرمختګ ډېر پکې ترسترګو کیږي او خلک يې په هېواد کې د دایمي سولې د هیلو سره د ژوند شپې او ورځ تېروي.