Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کندهار کې وچکالۍ کوچیان زیانمن او څاروي یې ور وژلي

کندهار ولایت کې کوچیان وايي د څړځایونو نشتون، د څښلو لپاره د پاکو اوبو نشتون له ستونزو سره مخ کړي دي.

دوی وايي په روان کال کې د څارویو د مړه کېدو له کبله ورته مالي زیانونه اوښتې دي.

په کندهار ولایت کې مېشت کوچی، غفار وايي:« موږ د کندهار ولایت په دامان ولسوالی کي اوسېږو، تېر کال راغلي یوو سږکال باید دغه وخت نورو سړو سیمو ته تللی وای، خو ولاړو نه ځکه د یوې خوا وچکالي ده او له بلخوا موږ خپل ډېری څاروي له لاسه ورکړي دي.»

بل کوچی، عبدالغفور زیاتوي:«د هر کس به سلګونه پسونه وه ، موږ ټول یا لیلام کړل او یاهم د ناروغیو له امله مړه شول.»

دا کوچیان وايي آن د څښلو اوبو ته هم لاسرسی نه لري او د دولت لخوا مرستو ته په تمه دي. دوی څرګندوي تر دي مهاله يي هېڅ دولتي ادارې د ژوند د خراب حالت احوال نه دی اخیستی.

حاجي بسم الله وايي« موږ د څښلو اوبه نه‎لرو نو د مالونو د څښلو اوبه خو بېخي نه‎لرو دا دی دلته مو کډي اړولي او د سیمو د خلکو څخه په دروېځه اوبه غواړو که يي رضا وه راکوي يي او که يي رضا نه وه نه يي راکوي، نه حکومت نه موسیسې او نه هم بل چا زموږ غږ اورېدلی دی.»

بلخوا د کندهار ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي د دغه ولایت د کوچي مېشته ولسوالیو په اړه اندېښمنه لري.

د کندهار ولایت د کرنې ریاست سرپرست، عبدالقدوس وايي«په ډنډ، دامان او دې ته ورته نورو ولسوالیو کې په سلګونه کوچیان اوسېږي، او په سخت حالت کې دې او وچکالۍ ځپلي. موږ کوښښ کوو چې د خپل وزارت له لوري او یا هم د مرستندویه ټولنو له خوا ورته مرسته چمتو کړو او حد اقل دوی وژغورو.»

کوچیان د هېواد د ځايي وګړو په پرتله د ژوند د ډېرو اسانتیاوو څخه بې برخې دي چې د سږکال وچکالی يي ستونزي څو برابره ډېرې کړې دي.

په کندهار ولایت کې مېشت کوچیان وايي آن د څښلو اوبو ته هم لاسرسی نه لري او د دولت لخوا مرستو ته په تمه دي.

شریک یي کړئ