Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کندهار کې پر نشه‎يي توکو د روږدو ښځو ډېرېدل

د کندهار ولایت سیمه‎ییز چارواکي په دې ولایت کې په نشه‎يي توکو د ښځو د روږدې کېدو له زیاتوالي اندېښنه لري.

دوی وايي ورځ تر بلې د ښځینه روږدو شمېر زیاتیږي.

د چارواکو په وینا اوس مهال ننه ښځې د ښځو د درملنې په مرکز کې بستر او تر درملنې لاندې دي.

دا ښځې وايي چې فقر، بي وزلي او نا امنۍ لامل شوې دي چې دوی نشه يي توکو ته مخه وکړي.

د ښځينه روږدو کسانو د درملنې په مرکز کې ډاکټران وايي په دې روغتون مېرمنې یوه میاشت تر درملنې لاندې وې او وروسته له یوې میاشتې بیا رخصت کیږي.

په همدې حال کې د کندهار ولایت د عامې روغتیا ریاست هم په دې ولایت کې پر نشه يي توکو د رږدو ښځو د شمېر له زیاتوالي اندېښنه لري.

دا اندېښنې په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د کندهار ولایت د عامې روغتیا ریاست د شمېر له مخې په دې ولایت کې کابو سل زره کسان په نشه يي توکو اخته دي.

همداراز مخکې له دې د عامې روغتیا وزارت منلې وه چې ټول هېواد کې کابو یو میلیون مېرمنې په نشه يي توکو اخته دي.

د دې وزارت د نشه يي توکو د غوښتنې د کمښت رییس په نشه يي توکو د اخته ماشومانو شمېر هم کابو سل زره بولي.

اوس مهال ټول هېواد کې په نشه يي توکو د روږدو ماشومانو او ښځو د درملنې لپاره کابو شل مرکزونه شته دي، خو دا ندازه د روږدو ښځو او ماشومانو لپاره بسنه نه کوي.

د اټکلونو له مخې ویل کېږي چې اوسمهال هېواد کې کابو درې میلیونه کسان په نشه یي توکو روږدي دي.

اوس مهال هېواد کې د ښځینه روږدو کسانو د شمېر په اعلانېدو سره داسې اندېښنې شته چې ښایې د روږدو کسانو شمېر له درې میلیونو هم زیات ووسي.

اټکل کېږي چې افغانستان کې کابو درې میلیونه کسان په نشه‎يي توکو اخته دي او د درملنې لپاره یې له لسو سلنې هم کمه زمینه برابره ده

شریک یي کړئ