Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کندهار کې پنځه‎ ماین‎پاکان د وسله‎والو برید کې وژل شوي دي

د کندهار د میوند ولسوالۍ په ملنګ کاریز سیمه کې نن سهار(دوشنبې غويي۳۱مه) وسله‎والو پنځه ماین پاکوونکي په ډزو وژلي دي.

د کندهار  امنیه قومندان، عبدالرازق وایي چې طالب وسله‎والو دا برید ترسره کړی او دا ماین‎پاکوونکي یې وژلي دي.

دی زیاتوي چې طالبانو یو ماین پاکوونکی ځان سره بیولی هم دی.

د کندهار د امنیې قومندان په خبره دغو ماین پاکوونکو په کندهار کې د ټاپي پروژې د عملي کېدو په پار سیمه له ماینونو پاکوله.

راپورنه وایي، دغه ماین پاکوونکي د «اِی‌ام ډي‌سي» موسسې کارکوونکي وو.

د دې برید مسوولیت تراوسه چا نه دی منلی او طالبانو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

د کندهار امنیه قومندان په دې ولایت کې د پنځو تنو ماین پاکوونکو وژنه تائيدوي او زیاتوي چې وسله‎والو یو تن له ځان سره بېولی دی

شریک یي کړئ