Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کندهار کې چاودنې درې تنه ماشومان وژلي

د کندهار د پولیسو چارواکو نن سې‎شنبې (د زمري په ۸مه) وايي چې په دغه ولایت کې د یوې چاودنې په پایله کې درې ماشومان وژل شوي او د درې نورو ماشومانو په ګډون ۲۳ تنه نور ټپيان دي.

چارواکي زیاتوي چې دغه پېښه نن سهار د سپین بولدک ولسوالۍ په بازار کې هغه مهال رامنځته شوه چې یوه ماین اېښودونکي غوښتل د واټ‎ ته‎څېرمه ماین خښ کړي چې وچاودېد.

د طالبانو په ګډون هېڅ ډلې تراوسه د دغې پېښې مسوولیت نه دی منلی.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو متلونو سازمان د مرستیالۍ پلاوي تازه موندې ښيي چې د ۲۰۱۹ز کال په شپږو لومړیو میاشتو کې، ۳۳۷ ماشومان په تاوتریخوالیو کې وژل شوي او ۸۸۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

کندهار کې چاودنې درې تنه ماشومان وژلي

د ملګرو متلونو سازمان د مرستیالۍ پلاوي تازه موندې ښيي چې د ۲۰۱۹ز کال په شپږو لومړیو میاشتو کې، ۳۳۷ ماشومان په تاوتریخوالیو کې وژل شوي او ۸۸۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

شریک یي کړئ