کندهار ولایت کې یو شمېر ځوانانو کابو ۱۸زره کتابونه راتول کړي کړي او غواړي په دې ولایت کې یې پر هغو زده کوونکو وویشي چې په ښوونځي کې د کتاب له نشتوالي سره مخامخ دي.
دغو کندهاري ځوانانو کمپیان(کتاب ورکړه، رسالت ادا کړه) تر نامه لاندې پیل کړی.
د کتاب راټولولو د کمپاین مسول، منور احمد واحدي وايي:«دلته موږ په ډېر شمېر کې کتابونه راټول کړي دي. د ازادې مطالعې کتابونه دي چې دلته به یو کتابخانه ورته جوړو تر څو خلک راشي او دلته مطالعه وکړي او همدارنګه د ښوونځيو کتابونه دي چې هغه به په کندهار کې د نوي درسي کال د پیل سره سم پر هغه زده کوونکو وویشي چي د کتابونو د نشتون سره مخ دي.»
د کتاب راتولولو د کمپاین غړې، نبیله اسدي څرګندوي:« زموږ سره د کتاب راټولو په کمپاین کې ځوانانو بیلا بیلو برخو کي مرسته کړي ده او ډېرو کسانو دلته د بیلا بیلو موضوعاتو کتابونه راوړي دي او زموږ سره يي شریک کړي دي او موږ د کتاب راټولولو کمپاین د ټولنیزو شبکو له لارې هم کړی دی چې ډېر ګټور تمام شوی دی.»
د مصطفی په نوم دولس کلن کندهاری ماشوم دی چې د دوهم ټولګې زده کوونکی، هغه هم کتابونه نلري او غواړي چې له دغه کمپيان د راتول شویو کتابونو نه کتاب ترلاسه کړي.
دی وايي:«مکتب کې کتابونه نه وو او دلته راغلم چې کتابونه واخلم.»
د کندهار اوسیدونکي د کتاب راټولولو له یاد بهیره ستاینه کوي او وايي هغه کسان چې په کورونو کې يې کتابونه د استفادي وړ نه وي یاد کتابتون ته سپاري.