د کندهار په شمالي خاکرېز ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر موتر د سړک غاړي ماین چاودنه شوې چې په پایله کې ۲۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه چاودنه نن غرمه دوې بجې د کندهار ښار او خاکرېز ولسوالۍ د لويي لاري په اړوند درازاب سیمه کې شوې ده.
د کندهار والي حیاتالله حیات د دغې چاودنې پخلی کړی او ویلي يې دي، چې چاودنه پر یوې مازدا ډوله موټر شوې ده.
ښاغلی حیات زیاتوي چي په دې مازدا موټر کې ناست نهه کسان وژل شوي او اتلس نور ټپیان دي.
هغه زیاته کړه، چي ټپيان د کندهار ميرویس حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د کندهار والي دا کار د وسلهوالو طالبانو بولي، خو وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.