Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کندوز ښار کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ زوروره جګړه

د جمعې شپې ناوخته راهیسې، له څو لورو پر کندوز ښار بریدونه وکړ او تراوسه د امنیتي ځواکونو او دغو جنګیالیو ترمنځ جګړه روانه ده.

تراوسه څو کلي د مرکزي روغتون او دوه امنیتي حوزو په ګډون د طالبانو لاسته ورغلي دي.

د کندوز امنیتي چارواکي وايي چې د جګړې له پیله تراوسه کابو درې تنه وژل شوي او ۱۱ تنه نور ټپيان دي او اته تنه نور بندیان د طالبانو په بند کې دي.

ملي دفاع وزارت همدارنګه ویلي چې هوايي ځواکونو خپل هوايي بریدونه یې د پل شینواري، قهوه خانې او د کندوز ښار په ځینو نورو برخو خپل بریدونه پیل کړي او تراوسه ۲۶ طالب اورپکي وژل شوي دي.

په ورته مها‎ل طالبانو په ټولنیزو شبکو کې، د دغه برید انځورونه او وېډیوګانې خپاره کړي دي.

په دغو انځورونو کې لیدل کېږي چې طالب جنګیالي د کندوز ښار په ځینو برخو له هغې ډلې مرکزي روغتون او په یوې دولتي پوځي اډه کې حضور لري.

ځينې نور انځورونه هم خپاره شوي دي چې د کندوز ځينې اوسېدونکي د دغه ښار د پرېښودو په حال کې دي.

رپوټونه رسوي چې کندوز کې د خوراکي توکو بیه څو برابره شوې ده او په دغه ښار کې مخابراتي شبکې او پرېښنا پرې شوې ده.

په درې وروستیو کلونو کې دوه ځله د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ لاس په لاس شوی دی او د کندوز د ولایتي شورا د رییس په وینا، د دې وېره شته که‎چېرې د دغه ښار وضعیت ته پاملرنه ونه‎شي، دا پېښه د درېیم ځل لپاره تکرار شي.

شریک یي کړئ