Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کونړ کې د ځانمرګي برید په پایله کې ۸ کسان وژل شوي

د کونړ ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې د ځانمرګۍ برید په پایله کې اتو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او څـلور نور ټپیان شوي دي.

سیمه‎ييز چارواکي وايي چې برید د پولیسو یوې پوستې ته نېږدې شوی دی.

له پېښې څو شېبې وروسته سیمه‎يیزو چارواکو ویلي وو چې په پېښه کې دوو ملکي کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی او اته تنه نور د پوځيانو په ګډون  ټپیان دي.

خو څو ساعته وروسته یې تائيد کړه چې په پېښه کې اتو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۴ نور ټپيان دي.

دې چارواکو وژل شویو او ټپيانو پېژاند په اړه څه ونه ویل.

د برید مسوؤلیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

د کونړ ولایت سیمه‎ييز چارواکي تائیدوي چې د دې ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې د ځانمرګي برید په پایله کې ۸ کسان وژل شوي دي.

شریک یي کړئ