کابل ښار کې یوه کورنۍ وايي چې د زوی له مړینې یې دوه میاشتې وروسته خبره شوې چې ملي دفاع وزارت هغوی ته بل مړی سپارلی.
دا مورڅه باندې نهه میاشتې له خپل زوی نه بې خبره وه او نه پوهېده چې هغه له ټپي کېدو وروسته د طالبانو له لوري یرغمل نیول شوی دی.
دا کورنۍ وايي چې زوی یې اصحالبالدین نومېده او له نهو میاشتو بند وروسته یې زوی د طالبانو له لوري خوشي شو او دفاعي ځواکونو هغه د درملنې لپاره د کابل روغتونونو ته ولېږداوه؛ خو د سختو ټپونو له امله یې د محمد داوودخان په روغتون کې ساه ورکړه، خو ملي دفاع وزارت د یوه بل سرتېري مړی هغوی ته وسپاره او د اصحابالدین مړی یې نورستان ته یوې بلې کورنۍ ته ولېږدوه.
د وژل شوی سرتیري مور خیرالنساء وویل:«راته یې وویل چې ولاړه شوه او جنازه یې واخله، بیا موږ خبرې کوو. هلته مو مېلمانه لرل؛ د فاتحې مراسم وو... هر څه خلاص شول. د جنازې د اخیستو لپاره ولاړم وې ویل چې ته څو ورځې صبر وکړه، بیا مړی درکوو.»
دغه کورنۍ وايي چې د اصحابالدین له مړینې وروسته یو مړی ورکول کېږي او خاورو ته د هغه مړي له سپارل کېدو درې ورځې وروسته ورته خبررسول کېږی چې د بل سرتېري مړی یې خاورو ته سپارلی دی او د اصحابللدین مړی یې په نورستان کې بلې کورنۍ ته ورکړی دی.
اصحاب الدین دوه ښځې او څلور زامن لري او د خپلې اته کسیزې کورنۍ د اړتیاوو برابروونکی و. د دغه سرتېري خپلوان وايي چې د اصحابالدین له مړینې وروسته د هغه ماشومان او ښځې د بې وزلۍ له امله د خپلو خپلوانو کور ته کډه شوي او د دغه سرتیري یوه میرمن چې امیندواره هم وه؛ د خپل پلار کورته ولاړه.
د اصحاب الدین له مړینې د دوو میاشتو په تېرېدو سره تر اوسه د هغه کورنۍ د نوموړي اکرامیه او معاش نه دی ورکړل شوی.
د وژل شوی سرتېري مور خیرالنساء وویل:«نه په ځمکه ځای لرو او نه هم په اسمان کې، څه وکړو؟ د کور کرایه ده.»
په ورته وخت کې د ولسي جرګې ځينې غړي په دفاع وزارت کې پر نیمکړتیاوو نیوکه کوي او د امنیتي ځواکونو کورنیو پر جدي پاملرنې ټینګار کوي.
د ولسي جرګې غړې فریده حمیدي وايي:«دا ټول د مدیریتي کمزورتیا ښيي چې نه پوهېږي چې کوم سرتېری په کوم پست کې دی او کورنۍ یې چېرته ده.»
له اتلانو سره د مرستې بنسټ وایي چې له دې کورنۍ سره به مرسته وکړي او له نورو هېوادونو هم غواړي څو له دې کورنۍ سره مرسته وکړي.
په دې تړاو مو د ملي دفاع وزارت نظر تر لاسه نه کړای شو.
له دې مخکې هم طلوع نیوز کورنیو ته د امنیتي ځواکونو د غلطو مړو د سپارلو په اړه رپوټونه خپاره کړي وو. جالبه دا چې په دوه موردونو کې، د امنیتي ځواکونو دوه سرتېري چې دفاع وزارت د هغوی په نامه مړي کورنیو ته ورکړي وو، له یوې مودې وروسته ژوندي بېرته راستانه شول.