Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کورنیو چارو وزارت جنرال جرأت د حکومتي وسایلو په نه سپارلو تورنوي

د کورنیو چارو وزارت ویاند د ملي امنیت پخوانی مرستیال جنرال جرأت د ناقانونه وسله‎والو په لرلو تورنوي او وايي چې د حکومت شپږ موټر او ځينې وسلې له ښاغلي جرأت سره پاتې دي او هغه یې بېرته حکومت ته تسلیم کړي نه دي.

د کابل په کارته پروان او شهرنو سیمو کې د ملي امنیت شورا د پخواني مرستیال جنرال جرأت کور او دفتر د څو ساعتونو لپاره د امنیتي ځواکونو تر کلابندۍ لاندې و.

خو د جنرال جرأت پلویان د دغو تورونو له ردولو سره د امنیتي ځواکونو له خوا د هغو د کور کلابندېدل ناقانونه کار بولي.

د کابل اوسېدونکی حامد سروري په دې اړه وویل:«ومو لیدل چې دلته څه باندې ۲۰ هانوې موټر ولاړ دي او څلور خواې ټولې کلابندې دي کله چې مې له دوی پوښتنه وکړه، وې ویل چې د نامسووله وسله‎والو لپاره مو چک پاینډ اچولی دی.»

خو اوس د جنرال جرآت یو شمېر پلویان د حکومت د دې اقدام په اعتراض کې د نوموړي د کور کلابندي ناقانونه او یو ډول زورویل بولي.

د ولسي جرګې غړی ظهیر سعادت په دې اړه وايي:«د دې پر ځای چې دوی د جګړې لومړی کرښې ته ولېږي، او زموږ د دفاعي کرښې ملاتړ وکړي. داسې یوه کس پسې یې لېږی چې، نه یې اوس او نه هم په تېر کې حکومت ته کوم زیان رسېدلی دی.»

د کورنیو چارو وزارت ښاغلی جرأت د دوو هاموې، دوو رنجرو، دوو ګړندیو موټرو، دوه میله دهشکو او لس میله کلاشینکوفونو په نه ورکولو تورنوي

د کورنیو چارو وزارت د ویاند دفتر سرپرست نصرت رحیمي په دې اړه وویل:«د کورنیو چارو وزارت په ټینګار سره له نومړي غواړي چې خپل شته وسله او پوځي وسایل او همدارنګه خپل نامسووله وسله‎وال کسان ژر تر ژره الی ۷۲ ساعتونو کې د کابل پولیسو ته تسلیم کړي.»

د کابل اوسېدونکی عبدالغفار هم وايي:«که‎چېرې حکومت غواړي چې امنیت ټینګ وي. باید له نامسووله وسله‎والو کسانو وسلې غونډې شي. هغه نه کومه دولتي دنده لري او نه هم کوم مسوولیت نو په کور کې وسله څه کوي؟»

ښاغلی جراات کابو څلور میاشتې مخکې د ولسمشر لخوا د ملي امنیت شورا له مرستیالۍ ګوښه کړل شو.

له دې مخکې یو شمېر امنیتي چارواکو د ښاغلي جرأت له دفتره د وسلو او مهماتو د کشف خبر ورکړی، خو جنرال جرآت دا تور رد کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت جنرال جري‎أت د نامسووله وسله‎والو په لرلو او د وسلو او د شپږو حکومتي موټرو په نه سپارلو تورنوي.

شریک یي کړئ