Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کورنیو چارو وزارت: د غزني ښار کنټرول د دولتي ځواکونو په واک کې دی

پر غزني ښار د طالبانو له بریده د ۱۳ ساعتونو څخه وروسته، د کورنیو چارو وزارت وايي چې اوس دغه ښار په بشپړه توګه د امنیتي ځواکونو په واک کې دی.

طالبانو، د جمعې ورځې د ګهیځ په یوه بجه (د زمري په ۱۹ مه) له څو لوریو پر غزني ښار برید وکړ او ځانونه یې د دغه ښار مهمو برخو ته – د امنیه قومندانۍ او ولایت تر ودانۍ ورسول.

 د غزني ولایتي شورا وايي چې طالبانو له اندړو، زنه خان، ده یک، واغظ او خوږیانيو ولسوالۍ پر غزني ښار برید وکړ.

 د غزني د ولایتي شورا د غړو په وینا طالبانو د موی مبارک، امام حداد، حیدر اباد، سنجیتک او د غزني ښار د دویمې امنیتي حوزې ځينې برخې د څو ساعتونو لپاره نیولې وې.

هغه انځورونه چې د غزني امنیه قومندان فرید احمد مشعل په خپل فېسبوک پاڼه خپاره کړي، د دې ښودنه کوي چې د طالبانو مړي د غزني ښار په ځینو برخو کې پراته دي.

خو د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي له دغه برید د  ۱۳ ساعتونو له تېرېدو وروسته کابل کې د یوې خبري غونډې په ترڅ کې وايي چې د ښار کنټرول د دولتي ځواکونو په واک کې دی.

هغه همدارنګه زیاته کړه چې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتو په پایله کې یو ډېر شمېر طالبان جنګیالي وژل شوي، خو د کره شمېر په اړه یې څه ونه ویل.

له دې سره جوخت، ملي دفاع وزارت وايي چې طالبان د میدان وردګو، پکتیا او زابل ولایتونو څخه پر غزني ښار برید کړی وه.

د ملي دفاع وزارت د ویاند د دفتر سرپرست محمد رادمنش بیا وايي چې په غزني ولایت کې له څو میاشتو راهیسې جګړې او ګواښونه شته وو.

اخوا د غزني سیمه‎ییز خبریالان وايي چې طالبانو د راډیو ټلوېزیون پر غونډې د یرغل پر مهال د ملي ټلوېزیون دستګا او یو شمېر مخابراتي انتونونه سوځولي دي او په دې غونډي کې د ملي ټلوېزیون یو تخنیکي کارکوونکی وژل شوی دی.

په همدې حال کې د ملي یوالي حکومت د اجرايي ریاست دویم مرستیال محمد محقق حکومت په ځانګړې توګه دولتي ځواکونه له ترهګرۍ سره د مبارزې په چاره کې په دوګوني چلند تورن وي.

ښاغلي محقق وویل:«د پوښتنې ځای دی چې ولې جګړې کمې شوې نه دي؛ طالبان د اختر په درشل کې جګړه ونه کړي. بله پوښتنه له حکومته ده چې ولې له خلکو دفاع نه شي کولای؟»

محمد محقق همدارنګه ویلي:«دا د افغانستان د خلکو لپاره یوه پوښتنه ده چې په ځينو ځایونو کې حکومت په چټکه عمل کوي او کولای شي څه وکړي، خو په ځينو ځایونو کې دا کار نه شي کولای.»

نه یوازې د غزني ښار بلکې د دغه ولایت له اتلسو ولسوالیو ډېری هغه  له درېیو میاشتو راهیسې د طالبانو د پراخو بریدونو شاهدې دي.

شریک یي کړئ