Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کورنیو چارو وزارت: طالبان له اناردرې ولسوالۍ په شا کړی شوي

د کورنیو چارو وزارت وايي چې افغان ځواکونو د طالبانو لخوا د اناردرې ولسوالۍ نیول شوې برخې بیا نیولې دي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال، نصرت رحیمي نن(دوشنبې د کب۲۱مه) تائیده کړه چې تېره شپه طالب وسله‎والو د فراه ولایت د انار درې ولسوالۍ یو شمېر برخې نیولې وې.

رحیمي وايي چې مرستندویه ځواکونه سهار سیمې ته ورسېدل او طالبان یې په شا وتمبول.

نوموړی وايي چې په نښتو کې اته تنه افغان سرتېرو د انادر درې امنیه قومندان په ګډون ژوند له لاسه ورکړی او لس تنه نور ټپیان دي.

د کورنیو چارو وزارت په خبره په دې برید کې لسګونه بهرنیو او کورنیو طالب وسله‎والو لاس درلود چې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۵۶ تنه یې وژل شوي دي او لسګونه یې ټپیان دي.

مخکې له دې طالبان ادعا کړې وه چې د انار درې ولسوالۍ یې نیولې ده.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې د انار درې ولسوالۍ ځینې برخې د طالبانو لاسته لوېدلې وې او اوس دا ډله له دې سیمو په شا تمبول شوې ده

شریک یي کړئ