Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کورنیو چارو وزارت کابل کې تر تعقیب لاندې کسانو نوملړ خپور کړ

د کورنیو چارو وزارت هغه نوملړ خپور کړی چې په هغه کې د هغو کسانو نومونه راغلي چې کابل کې د امنیتي بنسټونو تر تعقیب لاندې دي.

په دغه نوملړ کې، د هغو ۲۲۲ کسانو مشخصات راغلي چې د کورنیو چارو وزارت په وینا، په بېلابېلو جرمونو په ځانګړې توګه غلا، تښتونې او وژنې تورن دي.

د کورنیو چارو وزارت، د دغو کسانو ټول مشخصات په خپلې وېب‎پاڼه کې خپاره کړي او له هېوادوالو غوښتي که‎چېرې د دغو کسانو په اړه مالومات لرئ، له دغه وزارت سره یې شریک کړئ.

دغه وزارت وايي هغه کسان چې تر تعقیب لاندې کسانو په اړه مالومات وړاندې کړي «مادي او معنوي مکافاتو» به ورکړل شي.

هغه نوملړ چې د کورنیو چارو وزارت په وېب‎پاڼه کې خپور شوی، د دې ښودنه کوي د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو کې تر تعقیب لاندې کسان دي چې پر غلا، وژنې، تښتونې او شوکې تورن دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي هغه کسان چې تر تعقیب لاندې کسانو په اړه مالومات وړاندې کړي «مادي او معنوي مکافاتو» به ورکړل شي.

شریک یي کړئ