Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ګل‎حرم د خپر سرتېري زوی له لاسه ورکولو سره بې‎سرپناه شوې

پنځه څلوېښت کلنه ګل حرم په زړه سوځېدلې مور ده، زوی یې سرتېری وه او د هغه له لاسه ورکولو سره اوس بې سرپناه شوې ده.

نوموړې چې ميړه یې پخوا له لاسه ورکړی، اوس څو میاشتې کېږي په کابل کې له یوازیني زوی سره په هغه خونه کې د ژوند شپې او ورځې تېروي، چې د اوښي ورور یې په کرایه نیولی دی.

د ګل حرم زوی زیارمل د لوګر د مسو په عینک کان اړوند سیمه کې درې کاله له پولیس سره دنده ترسره کړه او وروسته زابل کې دوه کاله له اردو سره دنده درلوده. زیارمل بلاخره د سږ کال په غويي میاشت د هلمند د سنګین په ولسوالۍ کې د نښتې پرمهال د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله پر مخ او پښو ټپي او بیایې روغتون کې ساه ورکړه.

دا مېرمن له دولت څخه غواړي چې د هغو سرتېرو کورنۍ چې ژوند یې له لاسه ورکړی دی له یاده ونه باسي. :د اکرامیې پیسو پرته نور ماسره هیڅ مرسته نه ده شوې.

نوموړې زیاتوي: هره مرسته باید چې د شهیدانو له کورنیو سره وشي. له اشرف غني همدا غوښتنه لرم. زه خپله میدان کې پاتې یم، څه نشم کولی.

بل پلو امنيتي ادارې پر خپلو ژمنو ټینګار کوي او وايي، د وژل شویو دولتي ځواکونو کورنیو ته یې پروخت لاس رسی درلود.

د کورنیو چارو وزارت ویاند، نجیب دانش څرګندوي: یو شمېر چې شکایتونه لیکي او راځي بیلابیلو بنسټونو لکه رسنیو ته، ستونزه دا ده چې دوی وثیقه په سمه توګه نه چمتو کوي تر څو امتیاز یې ورکړل شي.

له دې مخکې د هېواد په یو شمېر سیمو کې د ټپي شویو دولتي ځواکونو پر وړاندې د بې پروايۍ له امله نیوکې شوې دي.

خو امنیتي ادارې د دې نیوکو په ځواب کې وايي، د ټپي شویو سرتېرو کورنۍ باید د خپلو اړتیاو په هکله دوی ته اطلاع ورکړي څو د هغوی ستونزو ته پر وخت لاس رسی وشي.

ا مېرمن چې اوس مهال یوازې توګه د خپلو خپلوانو کره اوسيږي، وايي چې د خپل زوی اکرامیې څخه وروسته یې بیا د هغه معاش په منظم ډول نه دی ترلاسه کړی

شریک یي کړئ