د هېواد د خپلواکۍ سلمې کلیزې او همدارنګه افغانستان کې د رسنیو د سل کلنۍ سره هممهاله، د ملګرو ملتونو سازمان او اورپايي ټولنه هېواد کې د ازادو رسنیو او بیان ازادۍ ارزښتونو د ملاتړ په اړه ډاډ ورکوي.
د ملګرو ملتونو سازمان او اروپايي ټولنه همدارنګه زیاتوي چې طالبان د رسنیو د ګواښلو په تړاو تر فشار لاندې راوستي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړی استازی تدامیچي یاماموتو نن سېشنبې (د زمري په لومړۍ نېټې) په هغې غونډه کې چې اطلاعاتو او کلتور وزارت لهخوا «یوه پېړۍ رسنۍ او قانون» کابل کې جوړه شوې وه وویل ملګري ملتونه په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو په وړاندې د طالبانو او نورو بلواګرو ډلو ګواښونه او بریدونه غندي.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی تدامیچي یاماموتو څرګنده کړه:«موږ ملګري ملتونه دا موضوع ډېره جدي نیسوو. موږ له رسنیو د ملاتړ په ټولو غونډو کې ګډون کوو.موږ نه یوازې له دې برخې ملاتړ کوو، بلکې د ټولو ارزښتونو لپاره عدالت غوښتنه کوو.موږ پر خبریالانو د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو بریدونه غندوو. طالبان مو رسنیو د وروستیو ګواښونو له امله تر فشار لاندې نیولي دي.»
په ورته وخت کې اروپايي ټولنه د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالي غندي او وايي، رسنۍ کولای شي چې یوې تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره مهم رول ولوبوي.
افغانستان کې د اروپايي ټولنې د سیاسي برخې ريیس کریسټین ژولي په ډاګه کړه:«اروپايي ټولنه له خبریالانو او رسنیو د ملاتړ په برخه کې ولاړه ده او پر دوی هر ډول برید د یوه هېواد پر ارزښتونو، اساسي قانون او جمهوریت برید دی.»
د دې غونډې نور ګډونوال تېره یوه نیمه لسیزه د رسنیو لپاره طلايي دوره بولي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرسته حسینه ساپۍ څرګندوي:«زه فکر کوم چې د رسنیو له ادرسه، د قوانینو پر بنسټ، معتبره ملاتړي قوانین، په سیمه کې تر ټولو معتبره هېواد یوو.»
دې غونډه کې د ازادۍ اړوند دوه جایزې شفیقه حبیبي او عبدالحمید مبارز ته ورکړل شوې.
خبریاله شفیقه حبیبي وايي:«له هغو بدلونو سره چې په تېرو ۱۸ کلونو کې رامنځته شوي دا چې موږ د دموکراسۍ ملاتړي یوو، زه نه شم کولای باور وکړم چې موږ دې حاضر شو له ډموکراسۍ په شا شو، او د خپلو تېرو اتلسو کلونو په ټولو لاسته راوړنو د باطلېدو کرښه کش کړو، او اجازه ورکړو چې طالبان راشي او هغوی واک په هغه ډول چې غواړي یې ترلاسه کړي.»
که څه هم په سیمه کې د افغانستان رسنۍ بې سارې بلل کېږي، خو لا هم افغانستان د خبریالانو لپاره یو خونړی هېواد بلل کېږي.