د یونان پولیس د دغه هېواد په اټن ښار کې د سوري کډوالو پر یوه پنډغالي کې د برید په تور ۴۰ افغان کډوالو له نیولو خبر ورکوي.
د یونان د پولیسو چارواکي وايي چې د شنبې په ورځ د افغان کډوالو یوه ډله له سوري کډوالو سره ښکېل شول او په پایله کې یې ۳۳ تنه سوریان وژل شوي دي.
دغه چارواکي زیاتوي چې د دغې وژنې په تړاو ۴۴ افغان کډوال چې د تېښې په هڅه کې وو، نیول شوي دي.
د یونان د پولیسو چارواکي زیاتوي چې کابو ۷۰ سوري کډوال یې هم له افغان کډوالو سره د نښتې په تور نیولي دي.