Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

یوه سړي له وهل ټکولو وروسته د خپلې مېرمنې پر مخ تېزاب پاشلي

دغه میرمن چې زهره نومېږي اوس د کابل په استقلال روغتون کې بستر ده. هغه وایي خاوند به یې ورسره ناوړه چلند کاوه او د تېرې جمعې په ورځ یې د نوموړې د ماشومانو  په وړاندې د هغې پر مخ تېزاب وپاشل.

هغه وايي خاوند یې ورسره ناسم چلند کاوه او په ځلونو یې د پلار کور ته لیږلې او بیرته یې ورغوښتې، که یې له تلو سره مخالفت کاوه خاوند به یې ورته ګواښ کاوه.

د تاوتریخوالي قرباني زهره وايي:«فکر مې نه کاوه. چې تر دې بریده ظالم وي. خپل دویم ماشوم مې مینځه چې چاکو په لاس راغی او پر ما یې برید وکړ کله چې مې مخنیوی وکړ او چاکو مې ترې واخیست، تېزاب یې پر مخ را وشیندل.»

زهره زیاتوي شپاړس کاله مخکې کله چې لس کلنه وه د پلار له خوا یې د پلار د تره زوی ته یې چې ۳۰ کلن سړی وه په نکاح کړه.د دغې ښځې ټول مخ زیانمن شوی او د یوې سترګې لید یې هم له لاسه ورکړی دی.

په همدې حال کې د استقلال روغتون ډاکټران وايي چې د هغې ورغتیايي وضعیت نسبتاً ښه دی خو جدي اروايي زیانونه یې لیدلي دی.

یو له دغو ډاکټرانو یوسف زی وايي:«کله چې د جمعې پر کهیځ روغتون ته ورسېده په نازک حالت کې وه خو اوس یې وضعیت ښه دی. د تېزاب له امله ۱۰ سلنه سوځېدلې او د هغې درمنله به یوه نیمه میاشت وخت ونیسي.»

د ولسي جرګې د ښځو چارو کمېسیون ریسه وايي د افغانستان د مدني قانون له مخې چې کابو څلوېښت کاله مخکې نافذ شوی، د نجلۍ لپاره د واده عمر شپاړس او د هلک لپاره اتلس اټکل شوی او د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په قانون کې چې اوه کاله مخې نافذ شو راغلي هغو کسانو ته باید سزا ورکړل شي چې د کم عمره نجونو او هلکانو د واده کولو عامل کېږي.

په ولسي جرګه کې د ښځو کمېسیون  رییسه فوزیه کوفي وايي: «ټول قوانین د داشان پېښو د مخنیوي لپاره نافذ شوي، خو له بده مرغه د دغو قوانینو پر وړاندې غبرګونونه چې ښځې خوندي کړي، د دې پر ځای چې دیني ارزښتونه ولري تر ډېره سیاسي دي. ځکه چې یو شمېر فکر کوي چې د ښځو له پیاوړتیا سره، یو شمېر نور خپلې ازادۍ له لاسه ورکوي.»

زهره په افغانستان کې د زرګونه نجونو یوه بېلګه ده چې د کورنۍ لخوا په کم عمر او جبري توګه ودولو له امله له تاوتریخوالي سره مخامخ شوې ده. 

زهره د تېرې جمعې له سهاره چې د هغې په وینا خاوند یې پرمخ تېزاب شیندلي په استقلال روغتون کې بستر دی.

شریک یي کړئ