Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

یو پلار: که‎چېرې سوله تامین شي د څلورو واړو زامنو له وینې تېر یم

په هلمند کې یو پلار چې په هوايي او د طالبانو په بریدونو کې یې څلور زامن له لاسه ورکړي وايي که‎چېرې سوله ټینګه شي، حاضر دی د خپلو زامنوله وینې تېر شي او ټول وبښي.

اتیا کلن صالح محمد چې د طالبانو له واکمنی وړاندي ۲۶ کاله په پوځ کي دنده تر سره کړي ده. وايي یو زوی یې د بهرنیو ځواکونو د هوايي برید پر مهال وژل  شوی او درې نور زامن یې د طالبانو په بریدونو کې وژل شوي دي.

د طالح محمد یو زوی څو کلونه وړاندی په کجکي ولسوالی کي د امریکايي ځواکونو په هوايي برید کي ووژل شو، او یو زوی چي خپل ورور هدیري ته پر لار وه، د طالبانو له لوري ووژل شو، او پاته دوه نور زامن يې هم د وسله‎والو طالبانو له لوري وژل شوي دي.

صالح محمد وايي چې ډېر غم او درد یې لیدلی او سوله یې یوازینۍ غوښتنه ده:«زه شخصاً په خپله، که‎چېرې سوله راشي له خپلو ټولو قربانیو تېر یم؛ دا خو را پېښ شوي، خو راتلوونکی نسل دی، ځوانان او اولادونه مو دي چې په جګړه کې سوځي. که‎چېرې جګړه ختمه شي او سوله راشي - خدای دې راولي زه هېڅ ادعا نه‎لرم.»

صالح محمد په هېواد کې د جګړې د پای ته رسېدو او دایمي سولې لپاره هیلې لري، خو پوښتنه دا ده چي دا ډول کسان چي په روانو جګړو کې يې قربانۍ ورکړې دي د سولې په روانو مذاکراتو کې به يې څوک استازیتوب وکړي؟

د دغو څلورو وژل شویو وروڼو له ډلې دوه وروڼو ودونه کړي وو، د هغوی ماشومان اوس له نامالوم برخلیک سره مخامخ دي.

د صالح محمد ځينې خپلوان او ګاونډیان وايي چې ددغې کورنۍ د ژوند وضعیت د څلورو وروڼو له وژل کېدو وروسته خراب شوی دی.

د صالح محمد ګاونډی شاه محمد وايي:«لکه چې څلور زامن یې وژل شوي، دوی ډېر غمچن شوي. د یوازیتوب احساس کوي او څوک نه ‎لري هغه چې ناروغ هم دی ډاکټر ته بوځي.»

په افغانستان کې څه باندې اتلس کلنې جګړې، د دغه هېواد له ملکیانو او پوځيانو ډېره ستره قرباني اخیستې ده.

د ملګرو ملتونو سازمان د شمېرو له مخې، په دغې جګړه کې څه باندې ۶۰ زره تنه وژل شوي او په لسګونه زره تنه نور ټپيان شوي دي.

صالح محمد وايي چې جګړې او ناامنۍ هېوادوالو ته ډېرې ناوړې پایلې لرلې دي او هغه نه غواړي چې راتلوونکی پښت په دغې جګړه کړې وسوځي.

شریک یي کړئ