په ۱۳۹۷ هجري لمریز کال کې خلک د سیاسي څېرو په دریځونو کې د بدلون او همداراز دا چې یو شمېر څېرې له حکومت سره یوځای او یو شمېر ترې بیلې شوې، شاهد وو.
داسې پېښې چې یو شمېرو یې خلک حیران کړل، لکه د ملي یووالي حکومت د مودې پای ته له نېږدې کېدو سره یو شمېر په ټاکنو کې د ګډون په موخه نوې سیاسي ډلې جوړې شوې.
په دې راپور کې د طلوع نیوز خبریال، تمیم حمید د یو شمېر سیاستوالو څرګندونو او دریځونو ته په خپل راپور کې کتنه کړې ده.