Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بودجه لګولو کې د ولايتي ادارو پر کم‌واکۍ نیوکې

په هرات کې د ولايتي شورا غړو او مدني ټولنو کابل پر دې تورن کړ، چې ولایتي ادارو ته يې د بودجې د لګولو په برخه کې کم واک ورکړی دی.

هغوی په یوه غونډه کې پر دې ټینګا ورکړ، چې ملي بودجه باید د ولایتونو د اړتیاوو پر نسبت په پام کې ونیول شي.

یو تن مدني فعال غلام فاروق راسب په دې اړه وویل: «که ولایتونو ته صلاحیتونه ورکړل شي، د ولایتي اوسېدونکو د ژوند ښه کېدو او فساد کمېدو کې ښه ونډه لرلی شي.»

د هرات ولایتي شورا غړې سکینه حسیني وايي دا بودجه د خلکو پر ژوند هیڅ اغېز نه لري: «زه د خلکو د استازې په توګه د بودجې له لګولو راضي نه یم او د خلکو په ژوند کې هیڅ بدلون نه وینم.»

په دې ولایت کې د اقتصاد ریاست چارواکي وايي، د پراختیايي بودجې له جملې يې سږ کال شاوخوا ۷۰ سلنه بودجه لګولې ده. 

د دې ریاست رییس یونس رهنورد وايي: «د ټولو ادارو د پراختیايي بودجې لګښت منونکی دی، د بېخ‌بنیاده سکتور په برخه کې موږ ډېره انکشافي بودجه لګولې، چې سږ کال يې خوشبختانه ډېره لګولې.»

هرات د ولایت لومړۍ درجه ولایت ګڼل کېږي، چې د معلوماتو پر اساس څلور میلیونه نفوس لري.  
 
شریک یي کړئ