Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د راتلونکي مالي کال بودجه کې د ۱۲ میلیارډه افغانیو د کسر اټکل

د مالیې وزارت چارواکي وايي د راتلونکي مالي کال په بودجه کې د ۱۲ میلیارډه افغانیو د کسر اټکل شوی دی.

دا په دې مانا چې حکومت اوس مهال د ملي بودجې په سند د دري سلنې د لګښتونو د تمویل لپاره د کومې بهرنۍ او یا کورنۍ سرچینې څخه پیسې په واک کې نلري.

د مالیې وزارت ویاند، مشروز خان مسجدي وايي یاد وزارت هڅه کوي دا پیسې د کورنیو عوایدو او یا د نړیوالو مرستو څخه پوره کړي:«له بده مرغه د سږ کال د بودجې کسر ۱۲میلیارډه افغانۍ دی. راتلونکي کال کې موږ هڅه کوو چې دا د بودجې کسر پر ګمرکاتو او مالي ادارو د څار او آسانتیاوو رامنځته کولو او همداراز له غیر مالیاتي ادارو څخه پوره کړو. که مو د بودجې دا کسر له کورنیو عوایدو پوره نکړ نو بیا به په مناسب وخت کې نړیوالو همکارانو سره خبرې وکو او هڅه به وکړه چې دا د بودجې کسر له نړیوالو مرستو څخه پوره کړو.»

د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي ولسي جرګې د سږ کال د بودجې د څوارلس میلیارډه افغانیو کسر شپږو میلیارډو ته راټیټ کړ او هڅه کوي چې اوسنۍ کسر هم مخکې د بودجې له تصویب نه راکم کړي.

د ولسي جرګې د مالي کمېسیون رییس، عظیم محسني زیاتوي:«د بودجې د کسر رامل دا دی چې اداري د واقعیت او ملي عوایدو پر اساس د سند په جوړلو کې ستونزه لري.»

له بلې خوا د اقتصادي چارو یو شمېر کاپوهان وايي په داسې حال کې چې حکومت نشي کولي خپله پراختیايي بودجه په سمه توګه ولګوي، نو د بودجې کسر د پوښتنې وړ دی.

په دې اړه قیس محمدي وايي:«د بودجې کسر دا ښکاره کوي چې حکومت هغه لګښتونه چې په پلان کې لري، نشي راټولولی او دا باید په هر ډول چې وي بشپړه شي. له بلې خوا کېدی شي چې په بودجه کې اټکل شوي لګښتونه غیر حقیقي او یا هم له غوښتنې ډېر لوړ لګښتونه وي.»

د راتلونکي مالي کال بودجه ۳۹۹میلیونه افغانۍ اټکل شوې ده چې له ډلې به یې ۵۱ سلنه د نړیوالو مرستو څخه تمویل شي، درې سلنه یې د بودجې کسر دی چې تمویلي سرچینه یې لا نه ده روښانه، خو د مالیې وزارت وايي چې دا اندازه به له ملي عوایدو تمویل شي.

د راتلونکي مالي کال بودجه ۳۹۹میلیونه افغانۍ اټکل شوې ده چې له ډلې به یې ۵۱ سلنه د نړیوالو مرستو څخه تمویل شي، درې سلنه یې د بودجې کسر دی چې تمویلي سرچینه یې لا نه ده روښانه، خو د مالیې وزارت وايي چې دا اندازه به له ملي عوایدو تمویل شي

شریک یي کړئ