Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د راتلونکي مالي کال بودجه ۵۱ سلنه له بهرنیو مرستو تموېلېږي

د راتلونکي ۱۳۹۸ل کال د بودجې تخصیص تیار کړل شوی او راتلونکو څو اوونیو کې به ولسي جرګې ته د تصویب لپاره وړاندې شي. 

د ماليې وزارت وايي د را روان کال لپاره يې ټوله ۳۹۹ میلیارده افغانۍ بودجه ټاکلې چې ۵۱ سنله به يې د بهرنیو مرستو په وسیله او پاتې نورو به له خپلو سرچینو تمویل شي. 

د ماليې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي وايي: «د تېرو کلونو په پرتله هر کال د ملي بودجې تمویل له کورنیو سرچینو ډېرېږي، خو پر دې سربېره اوس هم اړتیا لرو، چې یوه برخه يې زموږ د نړیوالو همکارانو له خوا تمویل شي.»

په تېرو پنځو کلونو کې د ملي بودجې په برخه کې د بهرنیو مراستو ګراف مخ پر ځوړ روان دی او هر کال له کورنیو سرچینو ګټه اخیستنه ډېره شوې ده. 

تېرو پنځو کلونو کې په ترتېب سره  ۷۱، ۶۹، ۶۶، ۵۴، ۵۱ سلنه بهرنۍ مرستې د بودجې د تمویل برخه جوړوله، چې نزولي سیر راښيي. 

په ورته وخت کې د ولسي جرګې ځينې غړي پر بهرنیو مرستیو له تکیې ځان ژغورونه مهم بولي.

د ولسي جرګې غړی سید علي کاظمي وايي: «اوس هم افغانستان په بل پورې تړل ښيي، په ۱۳۹۸ل کال کې به هم دا [پر بل تکیه] روانه وي او زه افسوس کوم. بیا هم په جدي ډول حکومت او په تېره بیا ماليې وزارت پر غوږ وهم، چې افغانستان له دې تکیې خلاص کړي او داخلي لاسته راوړنو باندې ډېر تمرکز وکړي.»

که څه هم په تېرو پنځو کلونو کې د ملي بودجې په برخه کې پر بهرنیو مرستو تکیه ګام پر ګام کمه شوې ده، خو بیا هم د را روان کال د تر نیمايي ډېره بودجه د بهرنیو مرستو په وسیله تموېلېږي.
 
شریک یي کړئ