مشرانو جرګې شنبې(د لیندې په ۳مه نېټه) وروسته له ډېرو ناندرو د ۱۳۹۸ کال بودجه تصویب کړه.
د یادې جرګې د ملي اقتصاد کمېسیون د راتلونکي کال د ملي بودجې د سند په اړه د مالوماتو له ورکړې سره وايي چې په کې د ۱۲میلیارده افغانیو د کسر وړانوینه کېږي.
د مشرانو جرګې د ملي اقتصاد کمېسیون رییس، محمد اعظیم قویاش په دې اړه وویل:«لکه څنګه چې لیدل کېږي د راتلونکي کال بودجه لس سلنه د کورنیو عوایدو نه ده او ۳۳ سلنه د اختیاري مرستو او ۵۶ سلنه یې هم د بلاعوضه مرستو او پورونو نه تمویل شوې ده.»
خو یو شمېر سناتوران بیا پر مالیې وزارت نیوکه کوي چې تل د بودجې په اړه د دوی وړاندیزونه په پام کې نه نیسي. د دوی په وینا وزارت باید د هر سناتور نظر د بودجې سند په جوړولو کې په پام کې ونیسي.
سناتور، زلمی زابلي وايي:«موږ هغه ورځو کې هم د مالیې وزیر ته وویل چې د هر سناتور یوه پروژه دې په بودجه کې ځای کړي کنه نو زموږ وړاندیزونه به باطل شي.»
بل سناتور، میر بهادر واصفي څرګندوي:«په داسې حال کې چې د ښوونکو لپاره ډېرو بستونو ته اړتیا ده او دلته بیا هم ۷۴۰۱ تنه کم شوي دي.»
د مالوماتو له مخي د ۱۳۹۸ مالي کال بودجه ۳۹۹ ملیارده افغانۍ ده چې له دې منځه څه باندې ۲۷۵ ملیارده افغانۍ عادي بودجه او ۱۲۴ میلیارده افغانۍ پراختیايي بودجه وي.