Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د حکومت مشرانو او چارواکو ترمنځ د اختلاف له هوارۍ هرکلی

د ملي شورا یو شمېر غړو نن(یکشنبې د وږي پر ۲۶مه) په خپله ناسته کې د ملي یووالي حکومت د مشرانو او یو شمېر چارواکو ترمنځ د اختلافونو له کموالي هرکلی کوي او هغه د هېواد په ګټه بولي.

خو یو شمېر نور بیا دا اختلافونه او دوستۍ د سیاستوالو د شخصي ګډو له کبله بولي.

د مشرانو جرګې غړی، نثار حارث وايي:«لکه څنګه چې ولسمشر ویلي وو په وروستیو ورځو کې د یو شمېر سیاسي منتقدینو سره خبرو اترو ته د ننه شو چې دا به له خیره خالي نه وي.»

همداراز بله غړې، ګلالۍ نور صافۍ زیاتوي:«زه د ولسمشر او اجرائیه رئیس او سیاسي مشرانو له صبر او حوصلې مننه کوم هیله ده چې په راتلونکو ورځو کې د دې شاهد ووسو چې له جنرال صاحب دوستم سره هم اړیکې ښې شي.»

په همدې حال کې د مشرانو جرګې غړي د حکومتي چارواکو پر همغږۍ ټینګار کوي، خو وايي چې د  دوی اړیکې د شخصي ګټو پر اساس دي.

صفيالله هاشمي وايي:«هیله ده چې دا د ملي ګټو لپاره وي نه د شخصي ګټو لپاره.»

بل غړی، میربت‎خان منګل څرګندوي:«تر هغې ځایه چې زه ګورم اتیا سلنه یې د شخصي ګټو لپاره کوي نه د ټولنیزو او عامه ګټو لپاره.»

خو د مشرانو جرګې رئیس د سیمه‎ييزو او د مرکزي حکومت چارواکو ترمنځ ستونز رامنځته کېدو کې دواړو خواوې ګرمې بولي.

همداراز د مشرانو جرګې رئیس، فضل‎الهادي مسلم‎یار داسې نظر نلري:«له شکه پرته چې مرکزې او سیمه‎ييز چارواکي خپلې ستونزې لري.»

وروسته له ډېرې مودې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، صلاح‎الدین رباني او ولسمشر ترمنځ تر لیري‎والي وروسته اوس‎مهال دواړه د ملګرو ملتونو په عمومي ناسته کې ګډون کوي او ترڅنګ یې د اجرائیه رئیس، عبدالله عبدالله او د بلخ والي عطامحمد نور ترمنځ هم د دوشنبې پر ورځ لیدنه وه چې وشوه.
 
په دې وروستیو کې د حکومت مشرانو او چارواکو ترمنځ اختلافونه راپورته شوي وو، خو اوسمهال مزار شریف ښار ته د عبدالله عبدالله تګ او د بلخ والي سره یې لیدنه، او همداراز امریکا ته د بهرنیو چارو وزارت سرپرست تګ له ولسمشر سره له هرکلي سره مخامخ شوی دی

شریک یي کړئ