Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امر الله صالح حکمتیار یې د جګړې قربانیانو ته په سپکاوی تورن کړ

په امنیتي او دفاعي بنسټونو کې د اصلاحاتو او ګمارنو په چارو کې  د دولت وزیر امرالله صالح نن جمعه(د غوايي په ۲۲ مه) د کاپیسا د ولایتي شورا د پخواني منشي د محمد امان مبارز د کارنامو په یاد غونډه کې د خبرو په ترڅ کې، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار یې په هېواد کې د جګړو قربانیانو ته په سپکاوي تورن کړ.

محمد امان مبارز،موده وړاندې د یوه ماین چاودنې له امله ژوند له لاسه ورکړ.

امرالله صالح که‎څه هم وايي چې د سولې له بهیر سره مخالف نه دی،خو له ګلبدین حکمتیار څخه د حکومت هرکلی تر پوښتنې لاندې راولي او پر هغه نیوکه کوي.

ښاغلي صالح په دې اړه وویل:«کله چې یو کس ۱۷ کاله وړاندې زموږ د مرګ فتوا ورکوي، او ۱۷ کاله ویجاړۍ تمویل وي،۱۷ کاله د خپل هېواد پر ضد په یوه بهرني هېواد کې ناست او د هغوی په مرسته یې هر څه یې چې له لاسه کېدل د هېواد او دولت پر ضد یې صادرول، د هغه لپاره یې یوه ډېره ستره صحنه جوړه کړه چې ته راشه او خلکو ته لکچر ورکړه؛د یوه ساعت او ۱۰ دقیقو لپاره،خو د افغانستان د خلکو د ۱۷ تېرو کلونو شهیدانو ته یې یو درناوی ونه کړ،زما په اند دا یوه تېروتنه ده.»

هغه همدارنګه زیاته کړه له دې سره چې د حزب اسلامي مشر په تېرو ۱۷ کلونو کې د هېواد د بې ګناه خلکو په وژلو کې لاس درلود خو په خپلو وروستیو ویناوو کې یې له هغوی څخه هېڅ یادونه ونه کړه.

هغه په ډاګه کړه:«په هغه سالون کې (ولسمشرۍ ماڼۍ) هغه (حکمتیار) وینا وکړه، د یوې شېبې لپاره یې هم اطاعت ونه کړ، او یا یې حاضرو ته سلام ونه کړ،یا اعتراف یې ونه کړ چې دلته هغه مشران ناست دي چې زه یې بښلی یم، باید مننه وکړم او یا د دې یادونه وکړي چې په دغو ۱۷ کلونو کې، همدا عسکر یې چې اوس زموږ امنیت نیسي د دوی څو تنه ما وژلي دي.»

د ملي امنیت پخوانی رییس امرالله صالح چې موده وړاندې د ولسمشر له خوا د یوه نوي رامنځته شوي وزارت په مشرۍ یعنې په امنیتي او دفاعي بنسټونو کې د اصلاحاتو او ګمارنو په چارو کې د دولت د وزیر په توګه وګمارل شو،اوس تینګار کوي چې ترهګر او د هغوی توندلاري، په افغانستان کې له ماتې سره به مخامخ شي.

هغه څرګنده کړه:«د ښوونځي سوځول چې هلته نه بهرنی شته او نه هم بهرنی درس، زموږ د دین او کلتور په کومه څنډه کې ځای لري.»

په همدې حال کې په دغې غونډه کې یو شمېر نور ګډنوال هم د امنیتي ځواکونو په ملاتړ ټینګار کوي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال نصیر احمد اندیشه وویل:«د ژغورنې یوازینۍ لاره له امنیتي ځواکونو ملاتړ دی.»

بل لوري ښاغلي صالح ویلي چې هېواد کې ترهګرې ډلې د جهاد او مقاومت د فکر د ورکولو په هڅه کې دي.

شریک یي کړئ