Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د حکومت په ملاتړ د قومي مشرانو او دیني عالمانو ناسته

د ختیځو ولایتونو دیني عالمانو، قومي مشرانو او ځوانانو په جلال اباد ښار کې د یوې پراخې غونډې په ترڅ کې د حکومت پر مخالفینو غږ وکړ چې د نظام نسکورېدو پر ځای دې د حکومت د پیاوړي کیدو او جوړیدو لپاره هلې ځلې وکړي.

همدا راز یې پر حکومت هم غږ وکړ چې خپلې پراخې نیمګړتیاوې دې ژر تر ژره حل کړي.

د غونډې ګډونوال اوسنۍ شرایط خورا اساس بولي او له ولسونو غواړي چې د نظام د ملاتړ لپاره دې تر بل هر وخته جدي پاملرنه وکړي.

قومي مشر، احسان الله کامه‎وال څرګنده کړه:«دا منو چې په اوسني نظام کې ستونزې او نیمګړتیاوې په پراخه پیمانه شتون لري ؛خو باید د حل لپاره یې باید شرعي لارو او اساسي قانون ته مراجعه وشي. نه دا چې د سقوط خوبونه یې وګورو او پر حکومت غږ کوو چې بنیادي اصلاحات رامنځته کړي.»

په دې غونډه کې د صلاح الدین رباني او احمد ضیا مسعود وروستۍ څرګندونې حکومت ضد بلل کېږي او پر وړاندې یې غبرګون ښوول کېږي.

د لغمان ولایتي شورا غړی، ګلزار سنګروال وویل:«د صلاح الدین خان او د احمد ضیا مسعود چې تر پرونه پورې دې نظام کې و، له دې نظام امکانات څخه چاغیدل او ترې حمایه کیدل او ورته یې مشروع نظام ویل ؛خو اوس یې چې څوکۍ نشته دا نظام غېرې مشروع ګڼي.»

ځيني په دې باور دي چې یو شمېر کړۍ هڅه کوي د قومي او سمتي تعصباتو ته په لمن وهلو حالات ناورین ته یوسي چې باید ملت یې مخېوی وکړي.

د کونړ قومي مشر، محمد انور سلطاني څرګنده کړه:«وطن په بحران کې دی، یوې ملي مجموعې لپاره سوچ وکړئ چې دا جګړه ختمه شي او د تعلیم او ترقۍ پر لور لاړ شو.»

همداراز د ننګرهار ولایتي شورا غړی، ډاکټر لعل محمد درانی زیاتوي:«مونږ د دې نظام ته مشروعیت ورکړی دی، مونږ د دې نظام څخه د ولس د ګټو لپاره صحي حاکمیت د نظام غواړو، نه کېږي چې یو څو کسه راپورته شي او د نظام مشروعیت تر سوال لاندې راولي.»

دا ډول ناستې وروسته تر هغې لکه د ټاکنیزو کمپاینونو ډېرېږي چې په کابل کې پر لوړ پوړو حکومتي چارواکو په چارو کې د ناغېړۍ په اړه خورا سختې نیوکې وشوې او آن د ځېنو د ګوښه کیدو غوښتنې هم وشوې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه