Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هرات د نجونو ښوونځیو ۱۳ ساوفټ‎وېرونه جوړ کړي

د هرات د نجونو ښوونځیو د یوې ټکنالوژۍ ډلې په جوړولو سره ۱۳ ساوفټ‎ویرونه جوړ کړي دي او یو جوړ شویو سافټ‎ویر یې د اسیايي ټکنالوژۍ سیالیو ته یې نوماند کړی دی.

ډېری هغه سافټ‎ویرونه چې دغو نجونو جوړ کړي د ښوونې او هرات ته د ګرځندویانو د اسانتیا لپاره دي.

ټکنیشن چلنج یوه نړیواله سیالي ده چې هر کال د نړۍ په هېوادونو کې ترسره کېږي.

یوازینۍ ډله چې له افغانستان څخه له دغه پروګرام سره یوځای شوي د هرات د نجونو ډله ده چې دوه کاله مخکې یې د دغه نړیوال پروګرام غړیتوب ترلاسه کړ.

دغو نجونو اوس ۱۴ ډلې جوړې کړې او توانېدلې چې د ګرځنده تلېفونونو او کمپیوټرونو لپاره ۱۳ پوستکالي جوړ کړي.

د دې ډلې مشره زینب امیني وايي د هرات له ۱۴ ډلو څخه یوې یې د آسیا سیالیو ته لاره موندلې ترڅو د نړۍ له نورو هېوادونو سره د تکنالوژۍ په برخه کې سیالي وکړي.

په افغانستان کې د ټکنیشن چلنج استازې زینب امیني وايي:«دغه پروګرام مو په افغانستان کې په ۲۰۱۵ کال کې له یوې پنځه کسیزې ډلې سره پیل کړ،درې تنه یې روزونکي وو او باید عمر یې له ۱۸ کم نه وي،خو د دغو ډلو غړي باید د زده کوونکي وي.»

هغه پوستکالي چې دغه نجونې یې د جوړولو په حال کې دي د هرات د لرغونو ودانیو، خصوصي روغتونونو، ځیرک کتابتون او د دغه ولایت د هوټلونو معرفي کول دي.

خو د دغو نجونو لخوا ترټولو مشهور سافت ویر توریسټ نومېږي چې له سیلانیانو سره د مرستې لپاره جوړ شوی دی.

د ټکنیشن چلنچ ډلې غړې فرخنده رمضاني هم وویل:«په لومړي سره کې موږ څېړنه وکړه او له څو ګرځندویانو سره چې هرات ته راغلي وو،موږ دې پایلې ته ورسېدو چې ګرځندویان هرات ته له سفر سره د نابلدۍ په دلیل ډېرې پیسې او وقت لګوي چې دغه کار له هغوی څخه د سفر خوند اخلي،له دې امله موږ هڅه کو چې د هرات توریسټ سافټ‎ویر جوړ کړو.»

دغه نجونې وايي د ۲۰۱۷ کال لپاره نوي پروګرامونه لري او هڅه کوي د اسیا په سیالیو کې لوړ مقام ترلاسه کړي او نړیوالو سیالیو ته لاره پیدا کړي.

د ټکنیشن چلنچ بله غړې پروانه زیاتوي:«زموږ هڅه دا ده چې نظریه په عمل بدله کړو چې په لومړي ګام کې زموږ دخلکو لپاره مهم او اړین وي،له دې امله هغه پوستکالي چې ټاکل شوې سږ کال یې جوړ کړو هم د خلکو لپاره مهم او اړین دی.»

د هرات ولایت دا نجونې وايي که څه هم له دغه پروګرامه په نورو هېوادونو کې ملاتړ کېږي خو د هېواد هېڅ یوه چارواکي تراوسه د دوی ستاینه نه ده کړې او آن زیات شمېر چارواکي د دوی له کاره خبر نه دي.

د ټکنیشن چلنچ بله غړې پریسا وویل:«وايي چې په نورو هېوادونو کې حتا ولسمشریان او یا هم مرسیتالان یې د دغه پروګرام د غړو د هڅونې لپاره ګډون کوي،خو تراوسه هېڅ حکومتي چارواکی زموږ پروګرام ته نه‎دي راغلي حتا د حکومتي کسان زموږ له کړنو څخه خبر هم نه وي.»

که څه هم د نجونو دغې ډلې له درېیو تنو څخه خپلې هڅې پيل کړې خو اوس کابو ۱۰۰ نجونې په دې پروګرام کې ګډون لري.

شریک یي کړئ