Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له جګړې د لاس په سر شویو طالبانو لپاره د امنیو سیمو رامنځته کول

د کندهار ولایت امینه قوماندان جنرال رازق وايي چې دا امن سیمه‎يي د کندهار ، هلمند ، ارزګان او زابل ولایتونو هغه طالب چارواکو لپاره جوړه کړي ده، چي له جګړي یې لاس اخیستي وي.

 د نوموړی زیاتوي د دغه کسانو د ژوند خوندیتوب او قانوني کاروبار لپاره يي هم لازم چمتوالی نیولي دي.

جنرال عبدالرازق وايي چې تر دې دمه یې د وسله والو طالبانو لس مهم قوماندان له پاکستان څخه راغلي دي او په امنه سیمه کې اوسېږي.

د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق وویل:«موږ د هغه طالبانو لپاره که په لوړه سطحه وي او که په کښته سطحه وي ، او هغه چي دوی نور نه غواړي چي د پنجاب په منګولو کي و اوسېږي،د هغو د پاره مو دا زمنیه برابره کړي ده ، چي دوی راشي په خپله ولسوالۍ او ولایت کې په ارامه و اوسېږي.او د دوی د پاره مو یو امنه سیمه جوړه کړي ده ، چي دوی راشي د خپل اولس په منځ واوسېږي.ځیني کسان راغلي او د نورو سره هم موږ په اړیکه کې یوو دوی کولای شي د خپلو کورنیو سره په ارامه ژوند وکړي .»

بل لور د کندهار ولایتي شورا هم له حکومت څخه غوښتنه کوي تر څو د هغو طالبانو لپاره چي له جګړي څخه لاس اخلي د ښه ژوند د برابرولو لړۍ دوام داره وساتي.

خو اوس د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي د هغه وسله والو طالبانو لپاره چي دوی وغواړي له جګړي څخه لاس واخلي په کندهار ولایت کي ورته د امن سیمه جوړه کړي ده ، او دلته به د هغه کسانو لپاره د ژوند کولو ټولي اسانتیاوي برابري وي.

ښاغلي رازق زیاته کړه:«دا طالبان که د کندهار ، هلمند ، ارزګان او یاهم د زابل وي دوی کولای شي په ارامه خپل ژوند وکړي.خو د شیانو څخه به لاس اخلي یو هغه که پخوا دوی د قاچاکبرانو سره لاس او یاهم د جنګي ډلو سره د هغوی سره به خپل اړیکي پري کوي ، او بیا به د هغوی سره هېڅ ډول رابطه نه نیسي. او بیا نو هېڅوک دوی نه‎شي ګواښلی ،تر دې دمه لس لوړ پوړي کسان راغلي دي او په امنه سیمه کي ژوند کوي.»

خو اوس پوښتنه داده چي ایا د دغې امنې  سیمي په جوړېدو سره به په سوېلي حوزه کي د جګړو او د وسله والو طالبانو د بریدونو ګواښ کم شي؟.

عطاالله عطا د کندهار د ولایتي شورا غړی وايي:« دا د ولس په‎خیر دی چي دوی له جنګ څخه لاس واخلي او دوی به د حکومت سره یوځای شي او دا د ټولو یوه لویه هیله ده او دلته به دوی ته د کار کولو زمینه برابره شي.»

د کندهار ولایت امنیتي چارواکي وايي چې د دې لارې څخه به ډېري وسله وال طالبان له جګړي څخه لاس واخلي ، او هغوی ته به په سوېلي ولایتونو کي د ښه ژوند کولو زمینه هم برابره شي.

جنرال رازق وايي چې تراوسه د طالبانو څو قومندانانو له جګړې لاس اخیستی او هرکله چې د طالبانو نور جنګیالي هم له جګړې لاس واخلي،د هغوی لپاره به د ارامه ژوند لپاره زمینه برابره شي.

شریک یي کړئ