د پکتيکا په جاني خېلو ولسوالۍ کې د سيمهييزو پوليسو د قوماندان په کور کې د چاودنې له امله ۴ کسان وژل شوي او ۷ تنه نور ټپيان شوي دي.
د جاني خېلو ولسوالۍ امنيه قومندان محمد برات ويلي چې دغه چاودنه نن سهار د دغې ولسوالۍ د سيمهييزو پوليسو د قومندان عبدالشکور په کور کې شوې ده.
هغه وايي چې پرون د طالبانو او سيمهييزو پوليسو تر منځ جنګ شوى وه، چې په پایله کې یې دوه طالبان مړه شوي او د وژل شوو طالبانو موټرسايکلونه یې د سيمهييزو پوليسو د قومندان عبدالشکور کور ته وړي وو.
ده وويل چې طالبانو په همدغه موټرسايکل کې چاودېدونکي توکي ځاى پر ځاى کړي وو چې چاودنه يې کړې ده.
قومندان وايي چې په دې چاودنه کې د قومندان عبدالشکور د کورنۍ ۴ ماشومان وژل شوي او د ښځو په ګډون ۷ تنه نور ټپيان دي.