Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په پکتیکا کې یوې مېرمنې پنځه ماشومان نړۍ ته راوړي

د پکتیکا ولایت د ښرنې ملکي روغتون چارواکي وايي چې په لومړي ځل په پکتیکا ولایت کې یوې مور پنځه ماشومان په یو وار زی‎ېږولي، چې دوه یې لوڼې او درې یې زامن دي.

روغتیايي چارواکي وايي، چې دغه زېږون د حاملګۍ په اوومه میاشت کې رامنځ ته شوی، چې په خبره یې د ټولو ماشومانو او مور روغتیايي وضیعیت ښه دی.

د پکتیکا مرکز ښرنې ملکي روغتون مسؤولین وايي چې دې روغتون ته د دغه ولایت جاني خېل ولسوالۍ څخه یوه مېرمن راوړل شوه، چې د حاملګۍ په اومه میاشت کې یې په دې روغتون زېږون وکړ او په یو ځل یې پنځه ماشومان دنیا ته راوړل.

د ښرنې د مرکزي روغتون رییس جنارګل صدیقي وویل:« مېرمن یې روغتون ته راوړه چې مور ته مو درمل ورکړل په لسو بجو یې ۵ بچي دنیا ته راوړل چې دا په اومه میاشت کې ولادت وکړ چې ۲ نجونې او درې یې هلکان دي چې دا د خپل وخت نه مخکې پیدا شوي دي.»

د دغې مېرمن خسر او د یادو پنځو ماشومانو نیکه  په دې خوښي ښيي چې الله ورته په یوځل پنځه لمسیان ورکړي دي.

د ماشومانو نیکه لطف الله وايي:« پنځو ماشومانو په پیدایښت ډېر خوشحاله یوو د دې روغتون مسؤولینو څخه مننه کوم ناروغان چې مرکزي روغتون ته راغلي ښه شوي باید د پکتیکا په ولسوالیو کې ورته روغتونونه او مسلکي ډاکتران په دندو وکمارل شي.»

د یادو ماشومانو نیکه  له دولت څخه غواړي چې د دغو ماشومانو په پاللو او روزلو کې ور سره مرسته وکړي.

 لطف الله زیاته کړه:«موږ له دولت څخه مرسته غواړو چې په روغتون کې یې درملنه وکړي ځکه که چېرې له روغتون څخه یې فارغ کړي ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکوي.»

بل پلو د یاد روغتون مسؤولین وايي، د دغې مېرمن کورنی اقتصادي وضعه ښه نه ده، خو دوی به د پنځه واړه ماشومانو او یادې مېرمنې روغتیا ته ځانکړې پاملرنه کوي.

هېره دي نه وي چې تر دې وړاندي هم په مرکز ښرنه کې یوي مېرمني په یو ځل څلور ماشومان نړۍ ته راوړي وو، خو دا لومړی ځل دی چې په پکتیکا کې یوه مېرمن په یو وار پنځه ماشومان نړۍ ته راوړي.

شریک یي کړئ