Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانی چارلي چاپلېن غواړي کړېدلي او دردېدلي افغانان وخندوي

۲۵ کلن کریم اسیر افغاني چارلي چاپلېن چې په دې وروستیو کې یې سینما ته مخه کړې د چارلي چاپلین له هنره په تقلید کولو غواړي د دردېدلو افغانانو پر شونډو مسکا خپره کړي.

د افغانستان چارلي چاپلین وايي په کابل کې نندارې وړاندې کوي او موخه یې د خلکو خوشاله کول دي.

هغه په دې اړه وویل:«زما موخه دا ده چې د دا شان تیاترونو په اجرا کولو سره، له خلکو سره مرسته وکړم، ترڅو هغوی که د یوې شبېبې لپاره هم وي، د چاودنې او ځانمرګي دردونه او کړاو هېر کړي.»

کریم اسیر په ۱۹۹۶ زیږدیز کال کې کله چې د افغانستان ډېرې برخې د طالبانو په واک کې وې له خپلې کورنۍ سره ایران ته کډه وکړه.

نوموړي په ایران کې د چارلي چاپلېن فلمونه کتل او همدا کار د دې لامل شو چې اوس د افغانستان د چارلي چاپلېن په نوم شهرت پیدا کړي.

ښاغلي اسیر په دې اړه زیاته کړه:«په واټونو کې له اجرا سره غواړم خلکو ته بېلابېل او متفاوت پیغامونه ورکړم او اوس د ښاراوسېدنې پر فرهنګ مې تمرګز کړی دی.»

هغه وايي په ځلونو د مخالفو وسله والو لخوا ګواښل شوی چې دا کار ونه‎کړي ځکه د دوی په وینا دا د اسلامي احکامو پرخلاف کار دی خو هغه وايي خپل کار ته دوام ورکوي.

نوموړی دا نندارې تر ډېره په عامه پارکونو کې، یتیمانو ته او په کابل کې د نړیوالو سازمانونو په نمایندګیو کې ترسره کوي.

موسیقي او هنري نندارې د هېواد د خلکو د کلتور یوه برخه ده خو له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ کال پورې د طالبانو لخوا دا کار منعه اعلان شوی و.

شریک یي کړئ