Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ترکیې د محمود طرزي «سه قطعه روی زمین» کتاب بیاځلې چاپ کړ

د هېواد د معاصر روژنالیزم پلار د محمود طرزي اثر «سه قطعه روی زمین» کتاب له یوې پېړۍ وروسته د ترکیې لخوا د بیا ځلې لپاره چاپېږي. 

دا د سلو کلونو پخواني لیکونه دي چې  د افغانستان او ترکیې د سیاسي او کلتوري اړیکو ښودنه کوي او د محمود طرزي او د عثماني دولت ترمنځ یو بل ته لېږل شوې دي.

د دغه کتاب مخکتنه، نن (یکشنبې، د وري په ۲۵ مه) هرات کې وشوه. له دې سره هم‎مهاله د محمود طرزي د هڅو او لاسته راوړنو نندارتون هم پرانیستل شو.

افغانستان کې د ترکیې د انکشافي دفتر (تیکا) چارواکي وايي چې محمود طرزي د افغانستان او ترکیې ترمنځ د اړیکو پراختیا کې مهمه ونډه لرلې او له همدې امله، دغه بنسټ د هغه خاطرې ژوندۍ ساتي.

په اسیا کې د ترکیې د تیکا دفتر رییس علي اوزګون په دې اړه څرګنده کړه:«محمود طرزي داسې کس و چې د افغانستان او ترکیې ترمنځ یې د دوستانه اړیکو د پياوړتیا په برخه کې هم رول لوبولای دی.د دې لپاره چې افغانان د محمود طرزي کارونه له یاده و نه باسي، موږ وغوښتل د هغه کتاب چې کابو سل کاله مخکې چاپ شوی، بیا چاپ او د افغانستان راتلوونکي نسل ته یې معرفي کړو»

د محمود طرزي دا کتاب د ځینو اروپايي، افریقايي او اسیايي هېوادونو له څېړونکو سره چې هغه ور ته سفرونه کړي مرسته کوي چې له دې هېوادونو سره د افغانستان اړیکې په سمه توګه وارزوي.

دا سندونه ښيي چې د افغانستان او ترکیې سیاسي او کلتوري اړیکې اوږده مخینه لري او سیاسي او کلتوري وضعیت یې پر یو بل اغېزه کړې ده. 

د محمود طرزي په دې کتاب کې د هغه د سفرونو خاطرات لیکل شوي. همدا ډول دا لیکونه د محمود طرزي او د عثماني دولت د مشرانو ترمنځ یو بل ته لېږل شوي دي.

دا لومړی ځل دی چې د محمود طرزي دا کتاب په نوې بڼه چاپېږي. په دغه کتاب کې د محمود طرزي خاطرې، سفرونه راغلي دي.

شریک یي کړئ