وروستي خبرونه
Thumbnail
کلتور او هنر

داسلامي پېر څه باندې ۱۰۰ لرغوني توکي کابل کې نندارې ته ایښودل شوي

د ملي موزیم رییس وايي چې دغه لرغوني توکي د قاچاق په حال کې د افغان امنيتي ځواکونو له خوا د هلمند او غزني په ولایتونو له لرغونو سیمو ترلاسه شوي او همدارنګه یوه برخه یې له بهره بېرته راوړل شوي دي.

د موزیم د نړیوالۍ ورځې د لمانځنې په مناسبت په ملي موزیم کې د اسلامي هنرونو د لرغونو پاتې شونو تر نامه لاندې نندارتون جوړ شوی دی.

پخواني ډبرین، خاورین او فلزي توکي چې له یوولسمې تر نولسمې پيړۍ د اسلامي کلتور بېلګې دي د کابل په ملي موزیم کې نندارې ته ایښودل شوي دي.

دغه خټین لوښی د انسان په اوو انځورونو او په بېلابېلو ډولونو سره رنګ او ښکلی شوی چې له یوولسمې تر دیارلسمې پيړۍ پورې اړوند بلل کېږي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست محمد رسول باوري په دې اړه وویل:« که‎چېرې موږ څېړنه وکړو چې کلالي او خټین لوښي څه ډول رغول شوي او څه ډول جوړ شوي، موږ کولای شو چې تا د لوښو د تحلیل له لارې د کورنۍ ترمنځ د دوستۍ اړیکې پیدا کړو.»

یو شمېر دغه توکي چې له بهرنیو هېوادونو له قاچاق کوونکو ترلاسه شوي هېواد ته بېرته راوړل شوي دي.

د افغانستان د ملي موزیم رییس محمد فهیم رحیمي هم څرګنده کړه:«څه باندې سل قلمه لرغوني توکي دي چې د اسلامي کلتور دورې ، لکه صفاري، ساماني، غوري او تېموري په کې شامل دي او له هغې په وروستۍ دورې هم په کې شاملې دي.»

په افغانستان کې د یونسکو استازی وايي افغانستان په کمه موده کې توانېدلی ډېر لرغوني اثار وساتي.

په افغانستان کې د یونسکو استازی پټریشیا مک فلپیس په ډاګه کړه:« د افغانانو په توګه باید وویاړئ چې په لږ موده کې مو د لرغونو اثارو په ساتلو، د دغو توکو نندارې ته په ایښودلو او هغو لرغونو اثارو په ساتلو کې چې د افغانستان په ملي لرغون کور کې نندارې ته ايښودل شوي لویې بریاوې لرلې دي.»

د موزیم نړیواله ورځ په داسې حال کې په افغانستان کې لمانځل کېږي چې د رپوټونو له مخې تراوسه هم د هېواد په بېلابېلو لرغونو سیمو کې د خلکو لخوا ناقانونه او خپلسرې کیندنې کېږي او تاریخي اثار له هېواده بهر ته قاچاق کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه