Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

داسکار فلمي فېسټیوال ۹۱ پړاو؛ 'زرغون کتاب' د اسکار جایزه خپله کړه

د اسکار فلمي فېسټیوال یو نويیم پړاو تېره شپه(یکشنبې د کب ۶ مه) په هالوود کې د دالبي په سالون کې ترسره شو.

د پیټر فرلي له خوا جوړ شوي «زرغون کتاب» فلم  د دغه پړاو غوره فلم وپېژندل شو، او د ۲۱۰۹ کال د اسکار جایزه یې ترلاسه کړه.

د الفونسو کوارون له خوا جوړ شوی «روما» فلم هم وتوانېد چې په دغو مراسمو کې درې جایزې خپلې کړي. دا فلم په لسو برخو کې اسکار ته نوماند وو.

الفونسو کوارون په خپله هم وتوانېد چې د ۲۰۱۹ کال د اسکار درې جایزې ترلاسه کړي هغه د غوره کارګردان، غیرانګلیسي ژبي فلم او د ښه فلم اخیستو په برخه کې جایزې ترلاسه کړې. 

بلخوا بیا «راپسوډي بوهمي» د اسکار د سږني کال څلور جایزې په خپل نامه کړې.

په همدې ترتیب سره، تور پړانګ فلم هم درې جایزې وګټلې.

۳۷ کلن مصري سینمايي لوبغاړی رامي ملک د لومړي ځل لپاره د اسکار جایزې لپاره نوماند شوی و، او هغه په راپسوډي بوهمي فلم کې د غوره نرینه لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.

د غوره ښځينه لوبغاړي جایزه بیا الیویا کولمن په سوګلي فلم کې د ښې لوبېدو له امله ترلاسه کړه. الیویا کولمن هم د رامي ملک په څېر د لومړي ځل لپاره اسکار جایزې ته نومانده وه.

د غوره لنډ مستند فلم جایزه ایراني الاصله زهتابچي ته ورسېده. هغه «پریود، ختم کلام» فلم جوړ کړی چې هند کې د ښځو د قاعده ګۍ په هکله جوړ شوی دی.

شریک یي کړئ