فاضل فاضل وايي، زده کړه يې نه ده کړې، استاد نه لري، پخپله يې نقاشي پیل کړه، خو اوس يې تابلوګانې دلته د اخیستونکو تر څنګ بهرني اخیستونکي هم لري.
هغه شاوخوا ۳۶ کلن دی، چې اصل کې د بدخشان د ارګو ولسوالۍ اوسېدونکی دی او وايي وړاندې يې ترکاڼي کوله، خو لس کاله وړاندې يې نقاشۍ ته مخه کړه او ان پرلپسې يې شپږ میاشتې پر سلو تابلوګانو هم کار کړی دی.
هغه وویل: «له ماشومتوبه مې لږ لږ علاقه لرله، کا رمې کاوه، بیا مې ډېر کلونه پرېښودله، زما موخه د افغانستان د فرهنګ تر څنګ د ځینو واقعیتونه نقاشي هم ده.»
فاضل زیاتوي، دا سل تابلوګانې يې د یو دولتي بنسټ په وړاندیز نقاشې کړلې.
د هغه یو ملګری رحیم الله حق جو وايي، چې نوموړی پخپله دنده کې خورا له مینې ډک ننوتی دی.
حقجو زیاته کړه: «په داسې عشق، علاقه او شوق سره کار کوي، چې کله څوک د استاد، نقاشي، رسامي او هنر وویني، پرې مینېږي.»
فاضل وايي ښوونځی يې هم تر لسم ټولګي لوستی او د نقاشۍ برخه کې هیڅ استاد نه لري، خو هڅه کوي چې د انټرنیټ له لارې د نړۍ د نقاشانو پر مشاهده او مطالعه ځان لا هم تکړه کړي.