Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اسراف په وړاندې اعتراض؛ د استفاده شویو جامو نندارتون

په هرات ولایت کې ځینو ښځو،نن د اسراف په وړاندې د اعتراض په موخه د استفاده شویو محفلي جامو نندارتون جوړ کړ.

هغوی وايي چې د دغه نندارتون په جوړولو سره غواړي ترڅو د دغو جامو له یو ځل استفادې کولو او مصرف کولو سره مبارزه وکړي.

هغه محفلي جامې چې په لوړه بیه چمتو او یا هم پېرل کېږي، ډېری ښځې دغه جامې یو ځل استفاده کوي.

د دغه نندارتون جوړونکې فریال عطايي وویل:«لکه‎څرنګه مو چې تمه لرله، له دغه نندارتونه ښځو تود هرکلی وکړ. موږ هڅه کوو چې په میاشت کې درې ځلې دا جامې عرضه کړو.»

ښځینه محفلي جامو د چمتووالي بیه ډېره ده، خو دا نندارتون دې ته یوه موکه برابروي ترڅو ځينې ښځې هغه جامې چې نه یې اغوندي په مناسبه بیه وپلوري.

 نوریه بارکزۍ چې دغه نندارتون ته راغلې وايي:«داسې دود شوی چې اوس نجونې او مېرمنې یو جوړه جامې د یوه ځل لپاره اغوندي او وروسته بیا وايي چې تکراري شوي او لیرې یې اچوي او دا په داسې اقتصادي وضعیت کې چې موږ یې لرو هېڅ ښه نه دی. دا نندارتون د دې زېری ورکوي چې ښځې یو جوړه جامې څو ځلې واغوندي.»

د دغه نندارتون بله لیدونکې سونیتا نبي زاده په دې اړه وايي:«هغه جامې چې په بازار کې یې بیه شپږ او یا هم اوه زره ده، په دغه نندارتون کې یې په نیمه بیه دي.»

د دغه نندارتون جوړېدل د هراتي مېرمنو او نجونو له تود هرکلي سره مخ شو. د دغه نندارتون د جوړونکو په وینا، د هېواد څه باندې پنځوس سلنه نفوذ د بې‎وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي او د جامو په چمتووالي کې اسراف یو ناوړه دود دی. هغوی وايي د اسراف په وړاندې مبارزې ته به دوام ورکړي. 

هزینۀ تهیۀ لباس محفلی زنانه پرهزینه است، اما این نمایشگاه فرصتی را فراهم کرده تا شماری از زنان لباس‌هایی را که نمی‌پوشند با بهای مناسب تری بفروشند.

شریک یي کړئ