Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اقاخان بنسټ له خوا د ښې معمارۍ لپاره یو مېلیون ډالري جایزه

د شهزاده کریم اقاخان د معمارۍ جایزې مرکز د ۲۰۱۹ز کال شپږتنه ګټوونکي معماران اعلان کړل، خو تراوسه له افغانستانه هېڅ معمار دغې یو مېلیون ډالري جایزې ته نوماند شوی نه دی.

په سویس کې د جایزې مدیر وايي چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې له افغانستانه هېڅ معمار چې د اقاخان له دفترونو سره تړاو ونه‎لري دغې جایزې ته د نوماندۍ غوښتنه نه ده ورکړې.

د بحرین، بنګلادیش، فلسطین، روسیې، سینګال او متحده عربي اماراتو شپږو معمارانو سږ کال د شهزاده کریم اغاخان د معمارۍ یو مېلیون ډالري جایزه ګټلې ده. 

د دې جایزې لپاره ۳۸۰ معمارانو له ۳۵ هېوادونو څخه غوښتنې ورکړې وې.

په ژنیو کې د کریم آقا خان د معمارۍ جایزې مدیره فرخ درخشاني په دې اړه وویل:«د کار هر پروژه یوازې یو کس نه دی او ډېری کسان دي چې یوه پروژه جوړوي. دا جایزه موږ د هغوی په منځ کې وېشو. البته د پیسو مسله دومره زیاته مهمه نه ده چې د شهرت مسله ده. دا چې دا پروژې په کومې کچې معرفي کېږي او تر کومې کچې د نورو لپاره الګو کېږي چې نور له هغوی پیروي وکړي.»

په ژنیو کې د کریم اغا خان بنسټ د معمارۍ جایزې د مسوولینو د مالوماتو له مخې دا جایزه څلویښت کاله مخکې د کریم اغاخان لخوا په هغو هېوادونو کې چې زیات شمېر او یا یو شمېر وګړي یې مسلمانان دي د معمارۍ جایزې بنسټ کېښودل شو خو له افغانستانه تراوسه کوم انجینر دا جایزه نه ده ګټلې.

فیروزکوه بنسټ داسې اداره ده چې په تېرو دیارلسو کلونو کې یې د اسلامي معمارۍ په بڼه کورونه او ودانۍ رغولې دي.

په کابل کې د دې بنسټ مرستیاله وايي د اغاخان د معمارۍ جایزې په اړه تراوسه خبر نه وو خو اوس غواړي په راتلونکي کې دغې جایزې ته یوه پروژه معرفي کړي.

د فیروز کوه بنسټ مرستیاله اناتالي پارلبرګ وايي:«موږ د مرادخاني سیمې د بیارغونې ترڅنګ، نوې ودانۍ په سیمه‎يیزو موادو جوړوو او د برېښنا په شان عصري وسایلو یې سمبالوو، دا د دغې انجنیرۍ ځانګړتیا ده چې په اوړي کې سړې او په ژمي کې تودې وي.»

هغه معمارۍ چې دغې جایزې ته معرفي کېږي د دې ترڅنګ چې باید د نورو هېوادونو لپاره یو نمونه معماري وي باید له بشپړېدو یې له شپږو تر یوه کال زیات وخت نه وي تېر شوی. 

شریک یي کړئ