Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د تانزانیا فلمي فېسټیوال؛ لیناعلم د غورې لوبغاړې جایزه ترلاسه کړه

 د افغان سینما لوبغاړې د تانزانیا په زیتو سینمايي فلم فېسټیوال د غوره ښځينه لوبغاړې جایزه ترلاسه کړه.

دا جایزه اغلې علم ته «ولسمشر ته لیک» په نامه فلم کې د مرکزي رول د ښه لوبېدو له امله ورکړل شوې ده.

د زیتو سینمايي فېسټیوال جایزې د شنبې په ورځ (د کب په ۴ مه) ورکړل شوې دي. په دغه ۵۳ ورځیني فیسټيوال کې د نړۍ د ۱۹ هېوادونو افغانستان، چین، اسټونیا، هند، ایران، ایټالیا، اندونیزیا، کنیا، نایجریا، فلېپین، سوېلي افریقا، سوېلي کوریا، تانزانیا، تایلنډ، ترکیې، اوګانډا او زېمبابوې فلمونه نوماند شوي وو. 

ولسمشر ته لیک په نامه فلم، د دغه فېسټیوال د غوره لوبغاړي، د غوره ښځینه لوبغاړې، د غوره ډایرکټر، او د صحنې د غوره لوبغاړي، په برخه کې نوماند شوی وو.

لینا علم سیمنا ته په ۱۹۹۸ کال کې مخه کړه او تراوسه په لسګونه فلمونو کې یې رول لوبولی دی او ډېر شمېر جایزې یې ترلاسه کړې دي.

هغې په دې وروستیو کې ولسمشر ته لیک په نامه فلم کې لوبېدلې ده.

ولسمشر ته لیک فلم د افغان فلم جوړونکې رویا سادات له خوا جوړ شوی. دا نوي دقیقه‎يي فلم په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د ستونزو او تبعیض په اړه دی چې له دې مخکې یې هم ځينې جایزې ترلاسه کړې دي.

اغلې علم ته «ولسمشر ته لیک» په نامه فلم کې د مرکزي رول د ښه لوبېدو له امله د غوره لوبغاړې جایزه ورکړل شوې ده.

شریک یي کړئ