د «رخشانې» ننداره نن په کابل کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د ریښې د پيدا کولو له موضوع سره ترسره شوه.
د تیاتر په ډګر کې د واقعي ژوند ترخې صحنې، د یوې نجلۍ واقعي کیسه چې له دردونو او کړاونو ډکه ده.
کله چې هغه لا د ماشومتوب په لوبو بوخته ده پلار یې په قمار کې بایلي. نوموړې دوولس کلنه وي او واده کېږي.
ډېر کلونه کړېږي د خاوند او د هغه د کورنۍ وهل ټکول او سپکې سپورې زغمي.
خو زغم یې پای ته رسېږي او د عدالت نارې وهي.
د ملګرو متلونو سازمان د انکشافي پروګرام رییس جاسلین مسون وايي:« کله چې دغه ننداره وینئ، موږ له تاسو غواړو په یاد ولرئ، که څه هم د تیاتر په دغه ننداره کې رخشانه یو شخصیت ده، خو د افغاني ټولنې د میرمنو استازیتوب کوي.»
د دغه تیاتر د جوړولو موخه د ښځو د حقونو په اړه د خلکو د پوهاوي د کچې لوړول بلل شوي دي.
د رخشانې په نوم د تیاتر دغه ننداره به د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د پاي ته رسولو د نړیوالې ورځې او همداراز د جنسیتي نابرابرۍ پرخلاف د شپاړس ورځنۍ مبارزې له امله تر راتلونکو درېیو ورځو پورې روانه وي.