Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سوریې ملي موزیم له شپږو کلونو وروسته بیا پرانیستل شو

د سوریې په دمشق ښار کې د دې هېواد ملي موزیم چې د کورنیو جګړو له کبله په ۲۰۱۲ زیږدیز کال کې تړل شوی وو، بیا د خلکو پر مخ پرانیستل شو.

په دې موزیم کې کابو سل زره لرغوني توکي ایښي دي.

د موزیم مسوؤل، محمود حمود وايي د موزیم پرانیستنه د ترهګرو د ماتې په مانا ده.

دی زیاتوي:«د دې موزیم بیا پرانیسته ښیې چې ترهګري له منځه تللې ده. د دمشق ملي موزیم د سوریې د لوی تاریخ شاهد دی. له همدې کبله د دې موزیم بیا پرانیستنه ډېره مهمه ده. موږ به یې په راتلونکي کې نورې برخې هم پرانیزو.»

ایټالیايې لرغون‎پوهه، مارینا پچي وايي:« دلته د سوریې لپاره لوی فرهنګي ارزښت شته دی او دا ډېره ستونزمنده ده چې وګورو توکي له منځه ځي. خو دا ډېره مهمه ده چې موږ راتلونکې ته وګورو او په بیا رغونه کې ونډه واخلو.»

د پالمیرا موزیم مسوؤل، خلیل الحریري د سوریې لرغونو توکو د ساتنې په موخه د یو شمېر کسانو روزنه اړینه بولي.

هغه وړاندې وايي:«موږ په دمشق کې د فرهنګي توکو د پېژندنې لپاره کسان لرو، خو بسنه نه کوي، ځکه چې ډېر شمېر لرغوني توکي د جګړو په کلونو کې وران شوي دي. موږ مالي ملاتړ ته اړتیا لرو تر څو دوی د لرغونو توکو بیا رغونه کې ونډه واخلي.»

دا په داسې حال کې ده چې سوریه کې ډېرې لرغونې سیمې د جګړو له کبله زیانمنې شوې او ورانې شوې دي. داعش ډلې هم سوریه کې د پالمیرا ښار په ګډون ډېر شمېر لرغوني ځایونه وران کړل.

سوریه

د پالمیرا موزیم مسوؤل، خلیل الحریري د سوریې لرغونو توکو د ساتنې په موخه د یو شمېر کسانو روزنه اړینه بولي

شریک یي کړئ